د یوروګوا د هیواد په اړه معلومات
د یوروګوای پلازمینه د مونتوویدو ښار دی، نور مشهور ښارونه یی عبارت دی سالتو، کولونیا او پابساندو.
د کاتولیک د مذهب پیروان دی، رسمی ژبه یی هسپانوی ده، د حکومت ډول یی جمهوری دی.
وړی، غنم، وربشی، جودر او وریجی یی د کرهنی له مهمو توکو څخه دی.
فولاد، درمل، تیل، د برېښنا سامان آلات او موټر له نورو هیوادونونه واردوی، وړی، څرمنې، غوښه، غذایی مواد، لبنیات، ژوندی څاروی، او مېوی نورو هیوادونو ته صادروي.
۱- سوال: یوروګوای څومره پراخوالی لری او له کومو هیوادونو سره ګاونډې دي؟
ځواب: (۱۷۶۲۱۵) کیلو متره مربع پراخوالی لرې، اوشمال خواته یی د برازیل هیواد ختیځ ته یی هم د برازیل هیواد او اقیانوس اطلس سهیل ته یی لاپلاتا خلیج او لویدیځ ته یی د ارجنتاین هیواد پورت دي.
۲- سوال: د یوروګوای هوا څه ډول ده؟
ځواب: د یوروګوای هوا متعدله، مرطوبه او اورنده ده.
۳- سوال: د یوروګوای د نفوس شمیره څومره او حکومت یی څه ډول دی؟
ځواب: د یوروګوای د نفوس شمیره (۳۴۳۱۹۳۲) تنه ده او د حکومت ډول یی جمهوری دی.
۴- سوال: د کولونیا د ښار بنسټ د چا له خوا کیښودل شو؟
ځواب: د کولونیا د ښاربنسټ د پرتګالیانو له خوا کیښودل شو.
۵ـ سوال: یوروګوای څه وخت خپلواکه شو؟
ځواب: یوروګوای په (۱۹۳۰م) کال کی خپلواکه شو.
۶- سوال: د یوروګوای مهم صنایع توکی کوم شیان دی؟
ځواب: ټوکران، کیمیاوی مواد، غذایی مواد، او د کبانو د غوښو کنسرو یی له مهمو صنایعو څخه دی.
لیمه وردګ