د پاراګوای هیواد په اړه معلومات

د پاراګوای څلور خواوی
شمال لویدیځ او شمال خواته یی بولیویا، ختیځ ته یی برازیل، جنوب ختیځ او جنوب لویدیځ خواته یی د ارجنتاین هیواد پروت دی.
د اسونسیون ښار یی پلازمینه ده، رسمی ژبه یی هسپانوی ده او ملی ژبه یی ګوارانی ده، د حکومت ډول یی جمهوری دی.


۱- سوال: پاراګوای څومره پراخوالی لرې؟
ځواب: د پاراګوای هیواد (۴۰۶۷۵۲) کیلو متره مربع پراخوالی لری.


 ۲- سوال: د پاراګوای د مشهورو سیندونو نومونه واخلی؟
 ځواب: پارانا، پاراګوای او پیکومایو د پاراګوای مشهور سیندونه دي.


 ۳- سوال: د پاراګوای هوا څه ډول ده؟
 ځواب:  پاراګوای په جنوبی سیموکی پروت دی، توده او مرطوبه هوا لری، عموما وچ اقلیم لرونکی هیواد دي.


 ۴- سوال: د پاراګوای څو فیصده اوسیدونکی په ښارونو کی ژوند کوې؟
 جواب ۴۰٪ اوسیدونکی یی په ښارونو کی ژوند کوې.


۵- سوال: د پاراګوای د مشهورو ښارونو نومونه واخلي؟
ځواب: کاګواسو، کابالرواو انکارناسیون یی مهم ښارونه دي.

لیمه وردګ