د بریالیو خلکو څو ساده رازونه
۱- وړې بریاوې په لاس راوړئ.
هغه کسان چې په ژوند کې وړې بریاوې لرې د هغه کسانو په پرتله چې په لویو لاسته راوړنو پسې فکر کوي ۲۲ فیصده زیات له خپل ژوندانه څخه خوښ ښکاري. (اورلیک -1998)
۲- د هر کار لپاره کړنلاره ولیکئ.
هغه کسان چی د خپل کار لپاره یادداشت لیکي د هغه کسانو په پرتله چی خپل کار بې له یادداشت لیکلو تر سره کوي ۳۲ فیصده زیات د بریالیتوب احساس کوی. (هووات -1999)
۳- ګټونکي جوړیږي، دنیا ته نه راځي!.
هغه څیړنې چې په ماهرو مدیرانو ترسره شوي ښیي چې ۹۸ فیصده له هغوي پدې اند دي چې د دوي پرمختګ د دوي د پلان، او ستراتیژۍ له امله دی، نیم فیصد یې پدی اند دي چې د دوي موفقیت د یو بل برالي کس سرمشق ټاکل دي. (ګورډن 1998)
۴- د شخصی اړیکو څخه کار واخلئ.
څیړونکي داسې نتیجې ته رسیدلي دي چې شخصي اړیکو ته اهمیت ورکول د خپل کسب او کار څخه د رضایت، او د خپل کارسره د مینې د زیاتوالي د احساس او هدف ته د رسیدو په برخه کې تر ټولو لویه ونډه لري.
۵- هڅه وکړئ تر څو د بهتری احساس ځانته ورکړئ.
هغه کسان چې خپل کار په زړورتیا او او د کار په اخیستو کی یو قدم وړاندې دي، د نورو خلکو په پرتله ۲۵ فیصده زیات د خپل کار څخه خوښ او د کاري لحاظه ښه کار کوي. او د خپلو لوړو او اوږدمهاله موخو لپاره استواري او استحکامیت له ځانه سره لری.
۶- سبا له نن بهتره ده (ولې څومره بهتره؟).
هغه کسان چی خپل هدف په مشخص ډول ټاکي د نورو خلکو په پرتله ۵۰ فیصده زیات په خپل ځان باور لري؛ او ۳۲ فیصده زیات چانس لري چی خپل ژوند پخپله کنټرول کړي.
۷- خپل ځان ته احترام ولرئ.
څیړونکو موندلې ده چې خپل ځان او خپل امکاناتو ته په درنه سترګه کتل نه یوازې ستاسو سره مرسته کوي چې خپل مورال لوړ وساتئ او د زیاتو بریاوو ګټونکي شئ بلکه ستاسو د ښه وضعیت او سلامتۍ سبب هم کیږي.
ژباړه: حلیم وردګ
لیکنه: لیو آلکسیس پلشت
لیمه وردګ