له حضرت عمر فاروق رض نه شیطان ویرېده
وايي کله چې حضرت محمدص په یوه غزا ووت، یوې وینځې نذر نیولی و، چې که د الله رسول ص بیرته روغ له غزا نه راستون شو، نو زه به یې په مخ کې داریا وهم او شعرونه به زمزمه کوم.
هماغه وو چې حضرت محمد ص روغ له غزا نه راستون شو، وینځه ورغله او له پیغمبر اکرم ص نه یې د خپل نذر د ادا کولو اجازه وغوښته. حضرت محمد... ص اجازه ورکړه او وینځې په داریا وهلو او سندرو ویلو پيل وکړ.
د حضرت محمد ص د حال احوال اخیستو له پاره ډېر اصحاب کرام راغلل، حضرت ابوبکر صدیق رض، حضرت عثمان بن عفان رض، حضرت علي کرم الله وجهه، او نور صحابه کرام، وینځې خپل داریا وهلو او شعرونو زمزمه کولو ته ادامه ورکړه او د هیچا پروا یې ونه کړه، وايي چې په دې وخت کې حضرت عمر فاروق رض راغی، کله چې د وینځې سترګې پرې ولګېدې، ژر یې شعرونه ویل بند کړل او داریا يې شاته پټ کړ، او ددې هڅه یې کوله چې له حضرت عمر فاروق رض نه ځان چیرته پټ کړي. حضرت محمد ص چې د وینځې دغه حالت ولید، نو په داسې حال کې چې په شونډو یې تبسم و حضرت عمر فاروق رض ته یې وویل: ان الشیطان لیخاف منک یا عمر. یعنې اې عمره په رښتیا چې شیطان له تا نه ویریږي.
د محمد الله کمال صیب څخه ډیره مننه
لیمه وردګ