افغانستان موږکانو ته سخت ضرورت لری

یوی خیریه موسسی موږکان کشف کړی دی چی په مځکه کی خښ شوی ماینونه موندلی شی ، دغه موسسه وروسته له لسو کلونو تازه بریالی شوه چی نتیجه واخلی.

د (ابوبو) په نامه بلیژکی خیریه موسسی پر خپلی دی پروژی تقریبا یو میلیون ډالر خرڅ کړی دی او دی موسسی موکان یی داسی روزلی دی چی هغه سیمه کیندی چی هلته ماین ښخ شوی وی یا نور چاود یدونکی مواد وی.

بلژکی خیریه موسسی له لسو کلونو راهیسی دغه تجربه په افریقا کی پیل کړی وه او اوس یی بریالی نتیجه تری اخیستی ده. 

د دی موسسی په وینا موږکان تر سپیو ارزانه دی او له یوی سیمی بلی ته یی لیږدول هم اسانه دی.

د دی موږکانو روزنی ته یو کال وخت پکار دی، او د بلژکی خیریه موسسی مسوولان څرګندوی چی افریقا یی د دی لپاره د خپلو تجبربو لپاره انتخاب کړی وه چی هلته ماینونه ډیر دی.

په نړی کی د یو شمیررپوټونو له مخی شل زره کسان هر کال د ماینونو قربانی کیږی او افغانستان په ټوله نړی کی تر بل هر هیواد ډیر ماینونه لری.

که چیرته په بلژک په افغانستان سفارت هڅه وکړی چی د ابوبو خیریه موسسی سره اړیکی ونیسی نو کیدای شی چی دغه خیریه موسسه په ډیری خوشحالی افغانستان ته موږکان را واستوی، البته هیله ده چی دا کار وشی خو د دی خبری یادیدل ضروری دی، چی د افغانستان اکثره سفارتونه متاسفانه صرف د یو څو تنو د معاشونو د اخیستو مرکزونه دیاو د خیر خلک پکی نشته چی د وطن غم وخوری خو که چیرته سفارت دا کار نه کوی کیدای شی چی د افغانستان  ننه هغه خیریه موسسی یا د ماین پاکی موسسی دا کار وکړی او له بلژیکه د ماینونو د پاکیدو روزل شوی موږکان د افغانستان لپاره وغواړی.

لیمه وردګ