د چرګانو غوښی چی له نورو هیوادنو څخه راځی
دا غوښې په دوه قسمه دي، لمړی هغه غوښې دي چې اسلامي شرکتونه یې واردوي بل هغه غوښې دي چې غیر اسلامي شرکتونه یې واردوي. د غیر اسلامي شرکتونو خبره خو حل ده، خوړل یې ناروا دي ځکه ذبح عبادت دی او د غیر مسلمان څخه نه صحیح کیږي. راځو اسلامي شرکتونو ته، هغه شرکتونه چې مالونو د ماشین په واسطه حلالوي یوازې د ماشین په چاړه یې بسم الله لیکلي وي، علماء چې د هغې جملې نه تقي عثماني معاصر لوی فقیه دی وايي خوړل یې ناروا دي ځکه په اسلامي طریقه نه دي ذبحه شوي، بل هغه شرکتونه دي چې په مروجه توګه مالونه ذبحه کوي بیا یې نورو اسلامي هیوادو ته واردوي په دې هکله څه ستونزه نشته خوړل یې روا دي...والله اعلم، بله خبره دا چې د اسلامي شریعت له مخې د اهل کتابو ذبح خوړل روا دي، خو اوسني علماء وايي چې اوس اهل کتاب نه دي پاتې ټول مشرکین دي، نو ځکه یې ذبح ناروا ده.
په فیس بوک د (رڼا) له ګراپ څخه په مننه
لیمه وردګ