عن أنس عن النبي صلى الله عليه وسلم ((أنه كان إذا تكلم بكلمة أعادهاثلاثا حتى تفهم عنه وإذا أتى على قوم فسلم عليهم سلم عليهم ثلاثا « رواه البخاري»

د  خلکو سره د خبرو کولو اداب

۱- سوال: د ښوونکی د تدریس او مبلغ طرز او طریقه باید څه ډول وی؟

۱- ځواب: د بی علمه خلکو په نزد مشکل کلمات او عبارات استعمالول په تبلیغ کی معکوسه نتیجه لری . د خبرو کوونکی خبری باید ساده وی تر څو اوریدونکی په ډیره آسانی سره وکولی شی هغه درک او پری پوه شی .

۲- سوال: څه وخت د سلام تکرارول غوره کار دی؟

۲- ځواب: د سلام اچول ډیر ښه او نیک کار دی. خو په هغه وخت کی د سلام تکرارول غوره کار دی چی هلته خلک ډیر وی، تر څو ټولو حاضرینو ته په واضیح ډول ورسیږی.

۳- سوال: د تبلیغ او تدریس په وخت کی د کلماتو تکرارول څه فایده لری؟

۳- ځواب: انس د رسول اکرم (ص) د خبرو په هکله وویل چی: د محمد(ص) رویه داسی وه چی کله به یی په خبرو کولو پیل کاوه، نو هره جمله به یی دری ځلی تکراروله ترڅو خلک د ده مبارک په خبرو باندی ښه وپوهیږی، او بیا وروسته د خپل توان او قردت سره سم پری عمل وکړی.   

 لیمه وردګ