د ګواتمیالا د هیواد په اړه معلومات

ګواتمیالا د ۱۰۸۸۸۹ کیلو مترو مربع په  پراخوالی په منځنی امریکا او د الکاهل سمندر په ساحل کی پروت یو هیودا دی. پلازمینه یی د ګواتمیالا ښار دی. ۸۰۰۰۰۰ تنه اوسیدونکی لری. رسمی ژبه یی هسپانوی ده

۱- سوال: د ګواتمیالا څلور خواوی ووایاست؟

۱- ځواب: لویدیځ او شمال خواته یی مکسیکو، ختیځ ته یی بیلیز،هندوراس او کاربین سمندرګی، سهیل ختیځ ته یی السلوادوراو سهیل او سهیل لویدیځ ته یی د الکاهل سمندرپروت دی.

۲- سوال: د ګواتمیالا مشهور غرونه په کومه برخه کی پراته دی؟

۲- ځواب: ګواتمیالا یو غرنی هیواد دی او غرونه یی عموما په منځنیو برخو کی پراته دی.

۳- سوال: د ګواتمیالا د کرنیزو توکو نومونه واخلی؟

۳- ځواب: د کرنی توکی یی قهوه، مالوچ، ګنی، جوار،کیله، او داسی نور .

۴- سوال: د ګواتمیالا کانی زیرمی کومی دی؟

۴- ځواب: مهمی کانی زیرمی یی عبارت دی له تیل، نکل، سرب، سپین زر، طبیعی ګاز، کروم، او ساختمانی مودا دی.

۵- سوال: د ګواتمیالا د هوا په برخه کی څه پوهیږی؟

۵- ځواب: د ګواتمیالا هوا په غرنیو برخو کی متعدله او مرطوبه او په نوروسیمو کی توده او مرطوبه ده او نسبتا زیات اورښت لری.

۶- سوال: ګواتمیالا په کوم کال کی خپلواکه شوه؟

۶- ځواب: په (۱۸۲۱م) کال کی یی خپله خپلواکی تر لاسه کړه.

 

لیمه وردګ