غریبی څه معنی؟

یوه ورځ د یوی شتمنی کورنی پلار خپل زوی د ښاره لری یوی کلیوالی سیمی ته بوتلو، چی ورته وښیی غریب خلک به څنګه وی؟؟.

دوی دوه شپی او ورځی په هغه کلی کی تیری کړی چی فکر یی کیدای شی چی هر غریب سړی به داسی ژوند لری. کله چی بیرته را وګرځیدل نو پلار یی له زوی نه پوښتنه وکړه پلار:څنګه وو سفر؟

زوی: پلار جانه، ډیر ښه وو.

پلار: ودی لیدل چی غریب خلک څنګه وی؟

زوی: هو، ومی لیدل

پلار: ښه، لدی سفر نه دی څه زده کړل، زویه؟

زوی: ما زده کړل چی موږ یو سپی لرو، خو دوی (غریب خلک) څلور درلود، موږ د اوبو یو حوض لرو چی نیم باغ یی نیولی دی، خو دوی داسی سیند درلود چی هیڅ پای یی نه درلود. موږ په خپل باغ کی ساختګی څراغونه نصب کړیدی خو دوی هره شپه د ستورو ډک اسمان درلود. زموږ انګر یوازی د حویلی تر دروازی پوری دی، حال دا چی د هغوی انګړ د اسمان تر څنډو پوری رسیده. موږ ډیر لږ ځای لرو چی پکی اوسو، خو د دوی د اوسیدو او کار ځای د سترګو د لید سره سم لوی وو. موږ غلامان لرو چی خدمت مو کوی، خو دوی د نورو خدمت کولو. موږ خپل خواړه اخلو خو دوی  خپله کروندی لرلی. موږ دیوالونه جوړ کړیدی چی خپل ځان او مال پری وساتو، خو دوی ملګری درلودل چی دوی یی ساتل.

ددی خبرو په اوریدو سره پلار له خبرو پاتی شو، زوی یی ورته وویل: پلار جانه، ډیره مننه چی زه مو پدی پوه کړم چی موږ څومره غریب یو.  

 لیمه وردګ