حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم)
د کائناتو د سردار ، د انسانيت د محسن او د بشريت لارښود د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) د پلار نوم عبدالله او د مور بی بی نوم يې امنه وه، پلار يې دده تر زيږدنې (زوکړی) د مخه وفات شي و . دده نوم دده مبارک نيکه عبدامطلب له خوا (محمد) کيښود شو . له پيدايښت نه تر وفات پورې دده سپيڅلی ژوند په هر اړخيزه توګه يو روڼ څراغ، ځلانده لمر او زړه راښکونکی تصوير دی.
سپڅلتيا او رښتينوالی ، امانت او ثبات ، زړه سوئ او مهرباني ، بخښنه او قناعت ، سر ښندنه او ځان تيريدنه ، شکر او احسان ، صبر او زغم زړه ورتوب او ميړانه دده د ژوند داسی وياړمنی او سوبمنی بيلګی دی چې ټوله نړۍ ورته هک پک او ګوته په غاښ پاتی شوی .
د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) ويناوي
(ترمذی)څوک چې پر کوچنيانو شفقت ونه لری او د لويانو درناوي ونه کړې هغه زمونږ د ډلې څخه نه دی.
(مسلم، بخاری)
د خپل مسلمان ورور مرسته وکړئ ، ظالم وی او که مظلوم، د مظلوم مسرته دا ده چې د ظالم له ظلمه وژغورل شې او د ظالم مرسته دا ده چې له ظلم څخه منع کړای شې.
(ابن ماجه او مشکوه)
له ميلمه سره د الله پامانی پر وخت تر دروازی پوری تلل سنت دی.
(بخاری او مسلم)
هره ښیګڼه صدقه ده.
د ستر لارښود حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) لا زیاتو (ډیرو) ويناوو ته ستزګي په لار اوسې چې په راتلونکې کې به يي درسره ګډی کړم .
د وردګ ګلونه (چی پپه فیس بوک کی یو علمی ګروپ دی ) په مننی سره .
لیمه وردګ