د «زه افسوس کوم دهغو پیغلو او خويندو په حالت چې پلارونه اونیکونه يي دانګریزانو
او روسانو دیرغل په وخت دوطن دازادی لوړمقام ترلاسه کړ او اوس يي یوشمیر
لورګانې دغربیانو اوشرقیانو دشومو اغراضو درسیدو بازیچې ګرځي .
هیله او غوښتنه مې له ګرانو خویندو څخه داده چې خپل حقوق اوخپله ازادی داسلام
دمقدس دین ترسیوري لاندې وغواړي نه دت ش په نوم دیموکراسي اودبشر دحقونو ترنامه
لاندې .
کوم حقوق چې ښځې ته اسلام ورکړي هغه نه دبشردحقونو مدافعان ورکولای شي اونه هم
دیموکراس»
په ځواب کی:
تاسو ریښتیا وایی، زما خپل دریځ دادی چی مسلمانان دی دیموکراسی نه منی، خپل پاک اسلام دی عملی کړی کچیری د دیموکراسی اصول پکی عملی کیږی هم پروا یی نه کؤ او که نه عملی کیږی هم په قصه کی یی نه یو. موږ ته زموږ خپل دین غوره دی. خو پدی باید ځان سره پوه کړو چی نن ځنی ناپوهان یا د پردی تر شا نا اهله تش په نامه اسلامپاله خلک شته چی زموږ هر څه یی برباد کړل او غرب ته یی د بشر د حقوقو د مدافعینو، د دیموکراسی او نورو شعارونو د را پورته کولو موقع ورکړه - لکه اوس زموږ د طالبانو تور مغزو او د پنجاب غلامانو چی د دین د بربادی لپاره د دین د ساتنی تر نامه لاندی کوم غوبل پیل کړی ؤ او پیل کړیدی.
علم په هر وخت کی چی وی د مسلمانانو د پاره د کفر د شکست ښه وسیله ده، تاسو ته به د هغه یهودو کیسه یاد وی چی د حضرت پیامبر په زمانه کی اسیر شول، خو حضرت محمد د هغوی د خوشی کولو ضمانت پدی شرط وکړ چی دوی هر یو به د اصحابو کرامو څخه یو معین شمیر خلک باسواده کوی.
لدی نه معلومیږی چی اسلام نه یوازی دینی علم ته بلکه عصری علم ته هم اړتیا لری.
مګر نن دا د دین خاینان پدی واقعیتونو سترګی پټوی، او وایی چی علم یوازی په نر فرض دی.
دوی دا هم وایی چی: د ښځی لپاره په کور کښیناستل پکار دی، او د بهر کار کولو حق نلری.
زه دوی ته په ځواب کی دا وایم چی: آیا تاسو پدی نه یی خبر چی د حضرت پیامبر په زمانه کی به بیبیانو د غیر مسلمانانو په کورونو کی مزدوری کوله؟ د هغوی د کور کارونه به مسلمانو بیبیانو ورته کول. او په بدل کی به یی مزد ځنی اخیست.
نو نن چی زموږ بی شمیره میندی په ولادت کی خپل ژوند له لاسه ورکوی. آیا دا لازمه نده چی د یوی مسلمانی ډاکټری په لاس یی تداوی وشی؟ - کنه هغه باید یو نارینه ډاکټر ته بوتلل شی او هغه یی په فرج کی لاس ور ووهی او دا بیا ښه خبره ده؟.
نن چی زموږ بی شمیره خلک، نارینه او په عمومی توګه ښځینه، د دین په معنی او مفهوم نه پوهیږی، تفسیر یی ندی زده، د لمانځه معنی یی نده زده، په کور کی د ښه ژوند په کولو ندی خبری، په ځای دا نده چی خپلو میرمنو ته د تعلیم زمینه برابره کړو؟. په اسلام یی و پوهؤ، په لمانځه یی و پوهؤ، په اسلامی اخلاقو یی ملبسی کړو؟.- اخر د نوری اسلامی نړی ته خو فکر وکړی.
که وایی چی په ننی تعلیمی نصاب کی د اسلامی اخلاقو ځای نشته، دا هم درسره منم. خو زه دا درته وایم راځی تاسو یی راسره سم کړی، راځی همدا موږ او تاسی چی د اسلام په نامه مو سرونه په لاس نیولی دی، د خپل راتلونکی نسلونو لپاره داسی یو تعلیمی نصاب جوړ کړو چی هر ښونځی مو د قران او حدیث په مدرسو بدل شی. کفر ته په فکری ډګر کی ماتی ورکړو، خپل خرڅ شوی فکرونه او سټی بیرته را خپلی کړو.
پدی هیله چی زموږ ټول طالب او نور جنګیالی وروڼه په ټوله پښتونخوا او افغانستان کی د علم ډیوی مړی نکړی، بلکه هر ځای د علم ډیوی بلی وساتی.
لیمه