په زړه پوری اسلامی معلومات

۱- د حضرت محمد (ص) ملاقات په لومړي آسمان كي د حضرت ادم (ع) سره شوى ؤ.

۲- حضرت حمزه (رض) د حضرت محمد (ص) كا كا ؤ.

۳- د رسول الله (ص) شكل مبارك د حضرت ابراهيم (ع) په شان ؤ .

۴- د حضرت محمد (ص) اخيرنۍ غزا د تبوك غزا وه .

۵- هغه كافر ابن قميه وه چي د احد په غزا كي يې د حضرت محمد (ص) غاښونه مبارك شهيدان كړي وه .

۶- حضرت محمد (ص) دوه ځله حضرت جبرائيل (ع) په خپل اصلي صورت كي ليدلى ؤ .

۷- د الله (ج) په حكم سره تر ټولو لومړى چي كوم پيغمبر هجرت كړى وه حضرت لوط (ع) ؤ .

۸- د حضرت موسى (ع) ذكر يوسل او شپږ دېرش ځله په قرآنكريم كي شوى دى .

۹- حضرت ابراهيم (ع) د حضرت لوط (ع) كا كا ؤ .

۱۰- د حضرت ادم (ع) عمر زر كاله ؤ .

۱۱- هغه پيغمبران چي په ماشوموالي كي پيغمبري وركړل شوې ده حضرت عيسى (ع) او حضرت يحيى (ع) وه .

 ۱۲- هغه پيغمبر چي په صبر كي ډېر مشهور وه حضرت ايوب (ع) ؤ .

۱۳- هغه پيغمبر چي په حسن كي ډېر مشهور وه حضرت يوسف (ع) ؤ .

۱۴- د حضرت يحيى (ع) مزار په دمشق كي دى .

۱۵- تر ټولو پيغمبرانو لومړى حضرت ادريس (ع) قلم استمعال كړى ؤ  .

 .(امر ) د فرات غاړه د حضرت ابراهيم (ع) د زېږېدلو ځاى دى ۱۶-

۱۷- د حضرت نوح (ع) په قوم باندي د اوبو عذاب راغلى ؤ .

شيداد د حضرت هود (ع) په زمانه كي تېر شوى دى . ۱۸-

۱۹- د حضرت عبدالله ابن مسعود(رض) جنازه حضرت عثمان غني (رض) كړې وه .

۲۰- هغه خليفه چي هغه د خپل ذاتي حفاظت د پاره هيڅ يو محافظ نه وو مقرر كړى حضرت عمر بن عبدالعزيز(رض) ؤ .

۲۱- هغه صحابي چي نوم يې په قرآنكريم كي راغلى دى زيد بن حارث (رض) دى .

۲۳- هغه خليفه چي د هغه په وفات باندي د مسلمانانو څخه زيات يهوديانو او عيسويانو ژړلي وه حضرت عمر بن عبدالعزيز (رض) ؤ .

۲۴- په ښځو كي تر ټولو لومړى حضرت خديجې (رض) اسلام راوړى دى .

۲۵- په نړۍ كي تر ټولو زيات چي كوم كتاب چاپيږي هغه قرآنكريم دى .

۲۶- قرآنكريم تر ټولو لومړى په لاتيني ژبه ژباړل شوى دى.

رالېږونكى ميرويس ( اخلاص)- پكتيا – زرمت

لیمه وردګ