فضل قراءة القرآن

عن أبي موسى الأشعري قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: مثل المؤمن الذي يقرأ القرآن كمثل الأترجة ريحها طيب وطعمها طيب، ومثل المؤمن الذي لا يقرأ القرآن كمثل التمرة لا ريح لها وطعمها حلو، ومثل المنافق الذي يقرأ القرآن مثل الريحانة ريحها طيب وطعمها مر، ومثل المنافق الذي لا يقرأ القرآن كمثل الحنظلة ليس لها ريح وطعمها 

پوښتنی

 ۱- سوال: د کامل او غیر کامل مومن تر منځ څه فرق دی او په پورتنی مبارک حدیث کی د څه شی سره تشبیه شوی دی؟

۱- ځواب:   کامل مومن هغه څوک دی چی د سپیڅلی عقیدی تر څنګ غوره عمل هم ولری، او هر وخت د قران کریم تلاوت او د هغه په مفاهیمو او معناوو کی دقت وکړی،

غیر کامل مومن هغه څوک دی چی سپیڅلی عقیده لری، مګر د عمل په لحاظ نیمګری وی او د لټی او اهمال له کبله د قران کریم تلاوت نه کوی

 ۲- سوال: منافق چاته ویل کیږی، آیا له منافق سړی څخه د غوره اعمالو صادریدل د الله(ج) په وړاندی کوم اجرلری که څنګه؟

۲- ځواب: منافق هغه څوک دی چی د الله(ج) په وحدانیت او دینی ارشاداتو باندی عقیده نه لری که څه هم چی کله نا کله په ظاهر کی غوره اعمال سرته رسوی، مګر اجریی دی ته نه رسیږی.

 ۳- سوال: د پورتنی حدیث شریف څخه څه نتیجه اخلی واضح یی کړی؟

۳- ځواب: له پورتنی حدیث شریف نه مونږ باید دا نتیجه واخلو چی مونږ بایدی قران کریم او د هغه تفسیراو ترجمه زده کړو

لیمه وردګ