د پانامه هیواد د امریکا د لویې وچې په مرکزي برخه کې پروت دی چې په اړه یې معلومات د سوال او ځواب په بڼه درسره شریکوو
۱- سوال: پانامه په کوم کال کی کشف شوه؟ یو مقاله په دی باره کی ولیکی
۱- ځواب: د لومړی ځل لپاره کرسف کولمب په(۱۵۰۲م) کال کی په خپل څلورم بحری سفرکی پانامی ته ورسیده، په(۱۵۱۳) کال کی بالبواBalboa
له دی هیواد څخه تیر شو او د الکاهل سمندرسواحلو ته ورسید، پانامه په (۱۸۲۱) کال کی د هسپانیی څخه خپلواکی ترلاسه کړه
۲- سوال: په کوم کال کی د پانامی د کانال د کنلو پریکړه وشوه؟
۲- ځواب: (۱۹۰۳) میلادی کال کی د امریکا متحدو ایالتونو د پانامی د کانال د کنلو پریکړه وکړ.
۳- سوال: په کوم کال کی د پانامی کانال د پانامی د هیواد تر مستقیمی اداری لاندی راغی؟
۳- ځواب: په (۱۹۷۹) کال کی د انتحاباتو څخه وروسته د پانامی کانال د پانامی د هیواد تر مستقیمی اداری لاندی راغی.
۴- سوال: د پانامی ځنګلونه په کومو برخو کی پراته دی؟
۴- ځواب: د پانامی ځنګلونه د کارابین د بحیری تر څنګه پرته دی.
۵- سوال: د پانامی د هیواد د عایداتو مهم منابع کومی دی؟
۵ـ ځواب: کرنه،ځنګلونه،د مسو زیرمی او خپله د پانامی کانال د دی هیواد د عایداتو مهمی منابع دی،
۶- سوال: پانامه څومره مساحت لری؟
۶- ځواب: د پانامی هیواد مساحت (۷۵۵۱۷) کیلو متره مربع دی.
۷- سوال: د پانامی د وګړو شمیر څومره دی اوپه کومه ژبه خبری کوی؟
۷- ځواب: د وګړو شمیریی دری میلونو دی او په هسپانوی ژبه خبری کوی.
۸- سوال: د پانامی صادرات او واردات کوم شیان دی؟
۸- ځواب: پانامه ماشین آلات، نقلیه وسایط او تیل له نورو هیوادو څخه واردوی،او لرګی، بوره، ککواو څاروی، نورو هیوادو ته صادروی.