جنګ جګړې د افغانانو د ورځني ژوند په یوې برخې اوښتي دوي ور سره ځانونه عیار کړي دي. دا له دې کبله نه ده چې افغانان شر او جګړه غوښتونکي دي، بلکې دا له دې کبله ده چې نورو خپلې شخړې او تضادونه دغلته راوړي، دوي ښکر په ښکر دي او زیان یې مونږ ته رسیږي. د کلیوالي سیمو خلک له خپلو هغو مېنو او کورونو بې برخې شوي چې خاپوړي یې په کې کړي دي، هلته لوی شوي او عادت شوي دي. ټول ښارونو کې را ټول دي خو وحشي دوښمن یې اوس ښارونو کې هم نه پردیږي،تر کندز، فراه او لښکرګاه وروسته سږ کال د غزني وار دی، د زمري نولسمه دې ښار ته خونړۍ او وحشیانه ورځ وه. وسلوالو مخالفینو له څو لورو په دې تاریخي ښار حمله وکړه، کوم ښار چې د اسلامي تمدن د فرهنګي پلازمینې په نوم نومول شوی، د وحشي دوښمن تر بې رحمانه حملو لاندې راغی، خلک ټول په درانه خوب ویده وو چې د وسلوالو په ډزو را ویښ شول. 

      په دې سره د خلکو د وینو تویوونکي څه غواړي؟ 

      هره جګړه  هدف لري، د  جګړې یو جامع تعریف دا دی چې: 

    (( -  جګړه عبارت ده د دوو او یا یوه ډله هېوادونو د قواوو د یوې او یا ټولې برخې له ټکر څخه چې په ذریعه یې ښکېل لوري خپلې موخې د زور او قواوو له لارې په مقابل لوري تحمیلوي.- )) 

     ښه که پورتني تعریف ته زیر شو، طالبان خو د یوه هېواد ځواک نه دی چې د بل هېواد په وړاندې جنګیږي، طالبان که دې تعریف کې شامل کړو، ویلی شو هغوي وسلوال یاغیان دي چې د نورو دګټو د تامین لپاره جنګیږي. د پاکستان احتمالي لومړي وزیر عمران خان موده وړاندې یوې مرکه کې د دې جهادي مشرانو په هکله ویلي وو: 

      (( -  دوي د مجاهدینو مشران مو په کرایه نیولي وو، موخه د سرو لښکرو ماتول وو، خو په دې سره لویدیځو هېوادونو او پاکستان ځکه تاوان وکړ چې بنسټ پالنه دود او پراخه شوه. )) 

      د خان مطلب دا وو چې د مجاهدینو مشران ګوډاګیان وو،هغوي د نورو د ګټو لپاره وجنګېدل، اوس پوه شوي کابل کې ناست دي، ځینې یې ځانونه د افغانستان ژغورونکي، ځینې یې اتلان او ځینې یې د خلکو جامپرونه او ډال بولي، خو حقیقت لکه لمر ښکاره دی، هغوي چې پرون د نظام په وړاندې جنګېدل یاغیان او د پردیو مزدوران وو، او چې نن هم د نظام په وړاندې دریدلي او جنګیږي، ګوډاګیان او لاس پوڅي دي، مخکې له دې چې تاریخ پرې قضاوت وکړي، ولس پرې قضاوت کړی، بې له پاکستان او ایران ټولو اسلامي هېوادونو د افغانستان روانه جګړه فتنه او ناروا وبلله،خو طالب جان اوس هم سر تمبه کړی او په ډېرې بې شرمۍ سره وایي، چې د غزني جګړه کې یې بریا حاصله کړې. بریا همدا وه چې تلویزیوني خپرونې بندې شوې، بریا همدا وه چې د سلګونو زرو ډالرو په ارزښت مخابراتي ټاورونه وسوځېدل، بریا همدا وه چې خلک له درانه خوبه را پاڅېدل او د ښار په منځ کې د وینو ویالې روانې شوې. 

      د لوی اختر په درشل کې چې ټول ځانونه خوښیو ته تیاروي، آیا مستحق وو چې له داسې یوه برخلیک سره مخامخ شي، که ملا هبت الله آخندزاده غواړي چې واک تر لاسه کړي دا خو یې لار نه وه او نه ده چې وژنې وکړي، آیا په دې سره خپلې موخې ته رسیدای شي، آیا دا مناسبه ده چې عام ولس وویریږي، آیا دا مناسبه ده چې جګړې په ښارونو کې تر سره شي، آیا له خپلو سیمو څخه د کلیوالي خلکو شړل د رهبري او مشرتابه ځانګړنه ده، که ملا هبت الله آخندزاده د خدای له لارې خبر وي، داسې نه کوي، چې د لوی اختر په درشل کې خلکو کې وحشت خپور شي. دا مخابراتي شبکې، تلویزیوني دستګاوې او نور عامه تاسیسات د خلکو د ژوند د آسانتیاو لپاره دي، په دې برخې برید د ولس په پرمختګ او هوساینې برید دی او په دې سره به ولس یواځې زیان کوي. 

      ملي اردو، ملي پولیس، ملي امنیت او نور هوایي او ځمکني ځواکونه دا ټول پانګه ده، د مجاهدینو په واکمني کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د نورو په لسمون دړې وړې شول، اوس چې د نړیوالوپه مالي مرسته د دې ځواکونو تشکیلات ورځ تر بلې د ودې په حال کې دي، مکار دوښمن بیا کمین کې دی او هره ورځ په یوه نوم او بل نوم دې پانګې باندې حملې کوي. د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین او سرتیري د خپل  هېواد اصلي بچیان دي، دوي د خپلې خاورې ساتنې ته ملا تړلې او که طالب او هر بل وسلوال پرې حمله کوي، دوي که خپل ژوند بایلي شهیدان دي، ولس نور باید په کرار پاتې نه شي، پرې سخت زړی او وحشي دوښمن ولاړ دی، یا به وژل کیږي او یا به یې وژني، تر لومړي انتخاب به دا دوهم هغه غوره وي، هېواد په حساس پړاو کې دی، په دې مهال باید نورې ببولالې یوې خوا ته کړو او د حکومت او امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ ودریږو، عامه ذهنیت باید بدل شي، مخالف لوری د نورو مزدور دی، پرویز مشرف په واضح ډول ویلي دي چې طالبان د پاکستان اتلان دي، دا رښتیا ده، عمل کې همداسې شوي، د طالبانو جګړه نوره فتنه ده، د یوې څرګندې موخې لپاره نه کیږي، د دوي جګړه د پاکستان د مهمې موخې لپاره کیږي، پاکستان کابل او ټول افغانستان کې د مزودر حکومت د جوړېدو مفکوره لري، یو داسې حکومت چې هغه هېواد ته پنځم ایالت وي، طالبان او داعشیان یې نیابتي لښکر دی، خلک که همداسې غلي وي وژل کیږي، رټل کیږي او بیابیږي، خو که خپلو کې اتحاد ولري، د پنجشېر د خلکو په څېر به له عزته ډک ژوند ولري. 

       د پنجشنېر ترڅنګ خوست دوهم ولایت دی چې خلک یې یو موټی او یوه خوله دي، هلته هم د پنجاب حکومت نه شي بریالی کیدای خو د هېواد نور اکثره سیمې داسې دي چې خلک په خپلو حقونو او مسوولیتونو نه پوهیږي، له دې نظام او امنیتي ځواکونو ملاتړ باید فرض وګڼل شي، رسنیو کې دې د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانیانو ته د شهیدانو خطاب وشي، ډارن دوښمن ته چې د خلکو په منځ کې مرداري کوي، باید د مردار خطاب وشي. نور یې وخت دی چې خلک را ویښ شي که نه نو له غزني وروسته دې نور ښارونه هم کیني چې نوبت یې راشي. 

        پای