اته کلنه نجلی طلاق غواړی
په سعودی عربستان کی یوی اته کلنی جلی د خپل پنځوس کلن میړه څخه د طلاق اخستلو لپاره خپله عریضه په محکمه کی دایره کړی، د (الوطن) په نامه ورځپاڼی له مخی دا واده د هغی پلار د پیسو په خاطر په زوره کړی دی، دغه انجلی د څلورم ټولګی زده کوونکی ده، د انجلی خپلوانو او د بشری حقوقو پلی کوونکی ادارو غوښتی تر څو دغه واده فسخ اعلان شی، خو د نجلی خاوند وایی چی هیڅ غیر قانونی کار نه دی کړی، او واده یی له اسلامی شریعت سره سم تر سره شوی دی.
13.01.2011
- لیمه وردګ
دکاناډا هیواد د شمالي امریکا له هیوادونو څخه دی چې په اړه یې معلومات د سوال او ځواب په بڼه درسره شریکوو
۱- سوال: د کاناډا لومړنی کاشفین کوم کسان وو؟
۱- ځواب: لومړی ځل یو انګلیسی بیړی چلوونکی د کابوت په نامه په (۱۴۹۷م) کال کی د کاناډا ختیځو سواحلو څخه لیدنه وکړه.
۲- سوال: کاناډا په کوم کال کی د یو خپلواک هیواد په توګه منځ ته راغی؟...
17.01.2011
- لیمه وردګ
یوه کوتره په 150.000 یورو خرڅه شوه.
یوه بلژیکی داوطلب د نړی تر ټولو ارزښتناکه کوتره واخیسته، او دا یی د آسیا او نورو 218 ټولنو د وضعیت سمبول وبلله. نوموړی بلژیکی یوه کوتره چی آبی شهزاده نومیږی په 150.000 یورو...