دکاناډا هیواد د شمالي امریکا له هیوادونو څخه دی چې په اړه یې معلومات د سوال او ځواب په بڼه درسره شریکوو
۱- سوال: د کاناډا لومړنی کاشفین کوم کسان وو؟
۱- ځواب: لومړی ځل یو انګلیسی بیړی چلوونکی د کابوت په نامه په (۱۴۹۷م) کال کی د کاناډا ختیځو سواحلو څخه لیدنه وکړه.
۲- سوال: کاناډا په کوم کال کی د یو خپلواک هیواد په توګه منځ ته راغی؟
۲- ځواب: کاناډا په(۱۹۳۱م) کال کی د یو خپلواک هیواد په توګه منځ ته راغی.
۳- سوال: کاناډا له استرالیا سره څه شباهت لری؟
۳- ځواب: کاناډا او استرالیا دواړه لږ اوسیدونکی لری بیلابیلی ژبی او ملیتونو لری چی کله کله د ځینو ستونزو سبب ګرځی.
۴- سوال: د کاناډا اکثره اوسیدونکی په کومو سیمو کی ژوند کوی؟
۴- ځواب: د کاناډا اکثره اوسیدونکی د جنوبی پولو په اوږدو او ساحلی سیمو کی ژوند کوی.
۵- سوال: د کاناډا د غنمو د کروندو د مهمو سیمو نومونه واخلی؟
۵- ځواب: د کاناډا دغنمو د کرنی مهمی سیمی عبارت دی، منیتوبا، سسکچوان، البرتا ایالتونه دی.
۶- سوال: کاناډا خپل هیواد ته کوم شیان واردوی؟
۶- ځواب: کاناډا ماشین الات، نقلیه وسیلی، غذایی مواد،او نور شیان له بهر څخه واردوی.
۷- سوال: د کاناډا رسمی ژبی کومی او استوګن یی د کومو دینونو پیروان دی؟
۷- ځواب: انګلیسی او فرانسوی د کاناډا رسمی ژبی دی، ۴۶٪ خلک یی د کاتولیک دین پیراون او ۴۱٪ نور یی پروتستانت دی.
۸- سوال: د کاناډا د هوا په باره کی څه پوهیږی؟
۸- ځواب: د کاناډا د هیواد هوا په منځنیو او جنوب لویدیځو سیمو کی سړه په جنوب اوجنوب ختیځو سیمو کی معتدله او وچه اود ارام او د قیانوس په څنډو کی معتدله او مرطوبه ده.
لیمه وردګ