‎راتلونکی اوربند !
‎سوله موږ ته با ارزښته ده ځکه چې جګړې دا کلونه کېږي چې هر څه یې له موږ
‎څخه اخیستي دي.
‎روانو جګړو یو طرف ته هم ګټه نده رسولې ، خو دا هم حقیقت دی چې افغانان د جګړې طرفداره ندي، افغانان ورور وژنه نه غواړي، افغانان د بل هېواد په چارو کې لاسوهنې نه غواړي، افغان امنیتي ځواکونو کله هم تعرض ندی کړی، تل پر دوی تعرض شوی.
‎پاکستان او د سیمې استخباراتي کړۍ کله هم د افغانستان د پاره سوله نه غواړي، نو ځکه هڅه کوي چې د پنجاب او یو شمېر نور هېوادونو ترهګر افغانستان ته راولېږي ، څو دلته د جګړې اور تود وساتي، او د افغانانو خوښۍ په غم بدلې کړي.
‎یو طرف د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د لوی اختر د اوربند خبرې روانې دي، خو بل طرف ګورو چې په غزني ولایت کې سخته جګړه روانه ده ، ارزګان کې مو امنیتي ځواکونه د محاصرې په حال کې دي، فاریاب کې مو امنیتي ځواکونه شهیدانېږي، د پکتیا په احمدخېلو، او لجې منګل ولسوالیو کې جګړه روانه ده .
‎دا جګړې پردۍ ده خو د افغانانو د ژوند په قیمت تمامېږي.
‎دا حالات تغیر ته اړتیا لري، ولسمشر غني په دې هڅه کې دی چې په افغانستان کې روانې جګړې د سولې د لارې ودروي.
‎هغه جګړه چې پردۍ وي او مدیریت یې پاکستاني پوځیان کوي ستونزمنه ده چې زر د پای ومومي، خو دا چې زموږ د دولت اراده او تصمیم د سولې د پاره ‌‌‌‌‌‌ډېر جدي دي، باور لرو چې انشاءالله دا هڅې به ‌‌‌‌‌‌ډېرې مثبتې پایلې ولري.
‎په تېر کوچني اختر کې د اوربند پر مهال موږ وسله وال طالبان ولیدل چې دوی څومره له جګړې ستړې دي، او څومره د سولې تږې دي، او دوی هم د خپلو مشرانو تصامیمو ته په تمه دي.
‎که چېرې د وسله والو طالبانو مشران وغواړي نو په افغانستان کې به روانه جګړه پایته رسېږي.
‎د افغانستان حکومت، او د سولې عالي شورا هیله ښودلې چې په لوی اختر کې به دوهم اوربند اعلانوي، او دا ځل اوربند به اوږد مهاله وي.
‎موږ د افغانستان حکومت د مشرانو پرېکړو ته درناوی لرو او پر زحمتونو یې ویاړو ، دا مشران مو د یوه سوله ییز افغانستان د پاره کار کوي، زحمتونه ګالي، د افغانستان راتلونکو نسلونو ته بنیادي کارونه ترسره کوي، د افغانستان ټول ولس ته پکار ده چې د خپل موجوده نظام د جوړښت په برخه کې د خپلو مشرانو ملاتړ وکړي، که چېرې موږ نور پرمختللي او امن هېوادونه وګورو نو دا درک کولی شو چې د حکومت تر څنګ د هغو هېوادونو ولسونو د خپل هېواد د پاره ‌‌‌‌‌‌ډېر خدمت کړی .
‎نو موږ هم کولی شو چې د هېواد په جوړښت او امن کې مثبت رول ولوبوُ،
‎د مثال په ‌‌‌‌‌‌ډول د افغانستان ټول دیني علما مسوولیت لري چې د راتلونکي، اوربند په غځېدو کې تبلیغات وکړي، او د جګړې څخه هغه ځوانان راوګرځوي چې د پردیو په لمڅون او یا هم د نورو مجبوریتونو له امله یې وسلې را اخیستي او جګړې کوي، په داسې خلکو د دیني علمانو خبرې ‌‌‌‌‌‌ډېر تاثیر لرلی شي.
‎ځوانان چې د ټولنې یوه مهمه برخه ده دوی هم کولی شي چې ددې اوربند په غځېدو کې مثبت رول ولري، ځکه چې د وسله والو په لیکو کې اکثریت تنکي ځوانان دي، زموږ روڼ انده ځوانان هم کولی شي چې هغه ځوانان له جګړې څخه راوګرځوي چې د مختلفو عواملو له امله څخه یې وسلې را اخیستي او ورور وژنې کوي.
‎که دې وسله والو ته د افغانستان روڼ انده ځوانان د جګړې په ضررونو او د سولې په ارزښتونو تبلیغات وکړي نو حتمآ تاثیر لرلی شي.
‎یعنې په ټوله کې د افغانستان ټول ولس که چېرې بغیر د هېڅ راز قومي،او ژبني تعصیب څخه د خپل حکومت د تصامیمو ملاتړ وکړي او په هر ګام او هر ‌‌‌‌‌‌ډګر کې ورسره همکار واوسي نو باور لرمه چې دا اوربند به تلپاتی کېږي.
‎د یو موټي او پرمختللي افغانستان په هیله .
‎مینه منګل