د روان کال، جولای میاشت په درېمه اونۍ کې، له ۱۷ کلنې جګړې وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو، پینټاګون او سي آی اې ګډ هیئت په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرانو سره ناسته وکړه، دوه ورځې مسلسل د دوی تر منځ یوازې د راتلونکي اړوند رغنده خبرې وشوې، او دواړه لوري تمه لري چې همدا خبرې به دوام پيدا کړي.

نه یوازي افغانان، بلکې د نړۍ ډیر ملتونه همدا ستونزه لري چې د جګړې له بریا وروسته په سیاسي برخه کې ناکام ثابت شوې. افغان ولس د طالبانو ملاتړ وکړ، او ۱۷ کاله له امریکا سره جګړه وشوه، او د امریکا د ولسمشر ټرمپ نظامي تګلاره په امریکا، افغانستان او نړۍ کې تر سوال لاندي راغله، له بشپړې ناکامۍ سره مخ وه، امریکا غوښتل چې د ټرمپ د تګلارې د ارزونې لپاره خپل امریکایې ولس ته کومه لاسته راوړنه وښيې.

اوربند

د ۲۰۱۷ ز کال ډسمبر میاشت کې په اوسلو کې، له افغانستان سره د نړیوالو مرستندویه هیوادونو غونډه کې میرمن الیس ویلز له پخواني طالب چارواکې سره له خبرو وروسته په دي وپوهول شوه چې طالبان د کوم هیواد تر نفوذ لاندي نه دي، او نه هم په حکومت کې د ونډې اخیستلو او شراکت هوډ لري.

یو په بل پسې لوړ پوړې امریکایې جنرالان کابل ته راغلل، دلته یې له ځینو پخوانیو په خپل دریځ پاتې طالبانو سره لېدنې وشوې، د امریکایې جنرالانو لخوا د اوربند طرحه وړاندي شوه، ډاکټر غني اته ورځنی اوربند اعلان کړ، او په کوچنې اختر کې د طالبانو له خوا درې ورځنی اوربند، چې تر ډیره اوربند په کور دننه او نړیواله کچه د طالبانو په ګټه تمام شو.

امریکایې، افغان او ناټو چارواکې تمه لري چې راتلونکي لوی اختر کې به هم اوربند وشي، تر دې مهاله طالبانو د اوربند اړوند څرګندونې نه دي کړي، ولي طالبان به په دي فکر کوي چې د تیر اختر اوربند لاس ته راوړنې وساتي.

مخامخ خبرې او رسنۍ

 بالاخره هغه څه چې افغان ولس یې تمه درلودله، چې د طالبانو او امریکا تر منځ مخامخ خبرې وشي، امریکا ومنله، امریکایې لوړ پوړې چارواکې او جنرالان کابل ته راغلل، همدلته کابل او په ځینو نړیوالو غونډو کې یې له ځینو بې پلوه افغانانو سره لېدنې وشوې، دې پایلې ته ورسیدل چې له طالبانو سره مخامخ خبرې د افغان کشالې او ستونزو د حل یوازینۍ لاره ده.

ستونزه داده چې ځینې کورنۍ او ځینې بهرنۍ رسنې د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو اړوند منفي راپورونه ورکوي، ذهنتونه مغشوش کوي، داسي څرګندونې چې د افغان سولې اړوند منفي تاثیرات لري.

د افغان سولې اړوند تر ټولو منفي راپور د اګسټ پر ۲مه، د ډیلي بیسټ راپور وو، چې د میرمن رافیل او کولینډا له خولي ویل شوې  چې طالبان به په مشروط ډول د بهرنیو پوځیانو له شتون سره هوکړه وکړي. 

میرمن رافیل چې اوس مهال رسمې دنده نه لري، یو وخت په اسلام اباد کې د امریکا سفیره وه، او کولینډا چې یو وخت په پنټاګون کې مهم شخص وو، دواړو د خپل شهرت له امله د سولې اړوند داسي څرګندونې کړي، په باوري ډول د طالبانو او امریکا  مخامخ خبرې زیانمني کولای شي، او که چیرته بیا هم د دوی په خوله امریکا خپله غیر رسمي تګلاره وړاندي کوي، نو امریکا هغه تیروتنه کوي چې په تیرو ۱۷ کلونو کې یې وکړي او کومه نتیجه یې نه درلودله.

ما (لیکوال) او ډاکټر فیض محمد ځلاند د جون میاشتي په وروستي اونۍ کې  دوه ځله په کابل کېد امریکا پخوانۍ د بهرنیو چارو مرستیال وزیره رابن رافیل، د پګواش ادارې مشر ښاغلی پاولو او متقاعد ډګروال کریسټوفر کولینډا  سره ولیدل، هغوی د ګډ حکومت له مشر ډاکټر غني، مخکينې ولسمشر حامد کرزي، استاد سیاف، انجنیر حکمتیار، یونس قانوني، احمدضیا مسعود او ګڼو افغان سیاستوالو سره لیدنې درلودلې.

په وروستۍ ناسته کې ځلاند او ما (مطمئن) له دوی څخه دا پوښتنه وکړه، چې تاسي له افغان چارواکو او سیاستوالو سره ناستې درلودلې، کوم ټکې دي چې تاسي ته ویل شوې، او د افغان کشالې حل پکې را وتلای شي.

ښاغلي پاولو وویل:

۱ – د امریکا او طالبانو مخامخ خبرې

۲ – مذاکراتو کې د ټولو سیاسي ګوندونو شتون

۳ -  حکومت کې مالي او ادارې فساد  د سولې مخ کې خنډ

۴ – راتلونکي کې د اوربند لپاره کار کول، او دپاکستان څخه مرسته غوښتل

۵ -  د لنډ مهاله حکومت جوړول

۶ – د بهرنیو ځواکونو شتون، د هغوی وتلو اړوند د سیاسي ګوندونو انديښنه، چې بیا ځل د نوېیمو کلونو تکرار (کورنۍ جګړه) ونه شي.

ډیلي بسټ لیکلي چې میرمن رافیل او کولینډا په دوحه کې له طالبانو سره درې ځله لیدلي، څومره چې موږ معلومات وکړل، دوی دواړو له اصلي طالب ادرسونو سره نه دي لیدلي او نه هم طالبانو د بهرنیو پوځیانو د شتون اړوند له دوی سره دا ډول خبرې کړي.

اوس چې د افغان سولې اړوند پرمختګ لیدل کیږي، ځینې کړۍ به هڅه کوي چې همدا پروسه ټکنۍ او ځنډنۍ کړي، افغان حکومت لا هم تمه لري چې د ځینو ادرسونو په مرسته له طالبانو سره پټې ناستې وکړي، او د هغې ډول سولې تمه لري کوم چې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ وشوه.

د طالبانو  سکوت

امریکایې رسنۍ د امریکا – طالبانو مخامخ خبرو اړوند بېلابېل راپورونه ورکوي، خو طالبان پټه خوله دي، په کار وه چې طالبانو هم په دي اړه څرګندونې کړي وای، ځکه هغه څه چې دوی غوښتل، لومړی قدم کې یې تر لاسه کړل، او امریکایان مخامخ خبرو ته چمتو شول.

ولي برعکس امریکایې رسنۍ بیا راپورونه ورکوي چې امریکایان خپل هدف ته ورسېدل، طالبان د جګړې د شدت له امله چمتو شوې چې د بهرنیو پوځیانو حد اقل یوه اډه ومني.

لا هم په پنټاګون او د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې د ځینو رسمي کارکوونکو لخوا دا ږغ بدرګه کیږي چې طالبان دي له امریکا سره حد اقل یوه اډه ومني، همهغه خبرې کوي کوم چې د رابن رافیل او کولینډا له خولي په ډیلي بیسټ کې ویل شوې.

ستونزه داده چې طالبان لا هم په سیاسي برخه کې ستونزې لري، او دا د پرتلې وړ هم نه ده چې طالبان به له امریکا سره د ډیپلوماسي له مخې ښه په مخ ولاړ شي.

یوه خبره چې زه (لیکوال) یې ډیر ځله کوم، په خبرو کې د طالبانو رښتونوالی ، او رڼه تګلاره، چې ناسمه ډیپلوماسي، چل، فریب او هاخوا دیخوا خبرې پکې ځای نه لري، طالبانو ته ډیره ګټه کړي، د امریکا بخت دلته خراب دی چې له داسي دښمن سره مخ ده، چې هغوی له امریکا سره په نا سمې ډیپلوماسي  او وخت ضایع کولو باور نه لري.

طالبان رڼه خبره او رڼه پریکړه غواړي، که له امریکا سره د ځینو هیوادونو او ډلو په څیر د وخت ضایع کولو او نامناسبې ډیپلوماسۍ لاره ونیسي، پرته له شکه، امریکا به د افغان سولې پروسه دومره بدرنګه کړي، لکه د فلسطین او اسرایلو د سولې بې پایلې پروسه.

په کار نه ده چې طالبان د ډیپلوماسي له کارولو ویره ولري، پښتو کې متل دی : " بلا به په مخ وهي"، دا معنی چې تېښته به نه کوي، مخامخ به پرې ورځي.

دا ډول په اسلام کې هم سالمه ډیپلوماسي کارول مخېنه لري، د خبرو، اړیکو او نرمو لارو په وسیله د ستونزو حل او هدف ته رسېدلو له پاره ښې رغنده او کارنده ډیپلوماسي ته اړتیا لېدل کیږي.

طالب او د مسؤلیت احساس

سوله تر جګړې سخته ده، او په احتیاط باید قدمونه واخیستل شي، په کار خو دا وه چې د طالبانو د سیاسي کمیسون غړو وار له مخه په کور دننه، امریکا، اروپا او نورو سېمو کې داسي افغانان په نښه کړي وای چې هغوی د سولې اړوند پوهاوی او تجربه لري، او د هغوی څخه یې ډیر څه اوریدلي وای، داچې عملي وي یا نه، دا بیا د طالب مشرانو خپل واک وو.

داسي ښکاري چې لا هم طالب فکر کوي چې هر وخت باید په دوی پسې خلک وګرځي، دوی اړتیا نه لري چې د کوم پوه او تجربه لرونکي افغان له نظریاتو او پوهاوي څخه برخمن شي، ولي په سیاسي لحاظ، او د وخت په دي حساس پړاو کې په کار ده چې طالبان تر پخوا لا زیات په سیاسي، مطبوعاتي او نورو برخو کې فعاله شي، او له افغان سیاستوالو سره خپلې رغنده اړیکې ګړندۍ کړي.

سکوت، نه حرکت، نه فعالیت، هغه انديښنې او نیوکې دي چې پر طالب سیاستوالو کیږي، نه یوازي داچې طالبان له مصلح افغانانو سره اړیکې وساتي، په کار ده چې له خپلو مخالفو لورو سره ډیرې تیزي اړیکې جوړې کړي، له امریکا سره مخامخ خبرې ګرده ستونزه نه شي حل کولای، هغه څه چې په امریکا پورې اړه لري، هغه کار به وشي، ولي دلته په کور دننه د شمال ټلوالې پخواني جوړښت غړي، د حزب اسلامي، نوي سیاسي ګوندونو او ځوانو مدنې حرکتونو سره اړیکو جوړولو، د هغوی انديښنې لیري کیدو ته ژوره اړتیا لېدل کیږي.

د ایران، پاکستان، منځنۍ اسیا هیوادونو، روسیې او هند انديښنې لا هم پر ځای پاتې دي، اوس چې طالبان له امریکا سره مخامخ خبرې کوي، اړینه ده چې همهاله له یادو سېمئیزو هیواد ونو سره د افغانستان راتلونکي اړوند او دهغوی انديښنو ته قانع کوونکي ځواب ولري.

کوم ډول حکومتي جوړښت

ښکاره ده چې په یوازي ډول نه طالب، نه حکومت، نه شمال ټلواله او نه هم سیاسي ګوندونه حکومت کولای شي، اړینه ده چې افغان شموله داسي نظام چې هر افغان پکې خپل ځان وویني جوړ شي.

ددې لپاره طالب او د سیاسي ګوندونو مشرانو، هر لوري ته په کار ده چې یو له بل سره رغنده اړیکې جوړې او د راتلونکي په اړه یو له بل سره نظریات شریک کړي.

افغان حکومت په ټوله معنی د لنډ مهاله حکومت مخالف دی، او مخالفت به یې کوي، هڅه به کوي چې امریکا بیاځل که دوی وتوانیږي قانع کړي چې له طالبانو سره مخامخ خبرو کې ډیر مخته ولاړ نه شي، پېل یې وکړي، او نور مسایل پريږدې چې د افغان حکومت تر مشري لاندي مخکې یوړل شي. ولي دا به په دي معنی وي چې جګړه اوږدیږي، که ټاکنې کیږي، او د ټاکنو پر بنیاد راتلونکی ۵ کلن حکومت ټاکل کیږی، په دي معنی چې موږ ۵ نور کلونه هم سولې ته نه شو رسيدای او په جګړه کې به ښکېل پاتې شو.

اوس چې په کور دننه ډیر سیاسي ګوندونه، نړیواله ټولنه او حتی امریکا دي پایلې ته رسیدلي چې د افغان جګړې د ختم یوه لاره لنډمهاله حکومت دی، په دي اړوند افغان لوړ پوړو چارواکو ته په کار ده چې حوصله، زغم او انعطاف ولري.

که امریکا او افغان حکومت هڅه کوي چې طالبان هم د حزب اسلامي په څیر له افغان حکومت سره د سولې پروسې د لارې جګړې ته خاتمه ورکړي، د حکومت برخه شي، او راتلونکي کې د یو سیاسي جوړښت په بڼه په ټاکنو کې برخه ولري، په دي معنی ده چې لا هم سولې ته ژمنتیا به نه وي، ځکه د  افغان حکومت په چوکاټ کې له امریکا، ناټو، هند، بریتانیا، پاکستان او ځینو نورو هیوادونو سره بېلابېل تړونونه منل شوي، امریکا او نړیوال هڅه کوي چې همدا شوې تړونونه په خپل حال پاتې شي، او مشروعیت یې تر سوال لاندي رانه شي.

که پر لنډ مهاله حکومت د امریکا – طالب او افغان سیاسي ډلو ترمنځ توافق کیږي، په دي معنی چې شوې تړونونه به لغوه اعلان کیږي او په راتلونکي کې به د یو منتخب حکومت لپاره په ګډه ټول افغانان کار کوي، تر څو افغان شموله نظام ولري.

تمه ده چې امریکا د سولې مذاکراتو اړوند د طالبانو لیوالتیا، صداقت او رڼه تګلاره درک کړي، خپله هم رغنډه تګلاره غوره کړي، له چله ډکې ډیپلوماسي او د سولې په نوم د جګړې د اوږدیدو طرحې کوم لوری ونه لري. همدارنګه طالبان هم د سکوت له حالت څخه راووځي، سولې ته د رسیدو لپاره خپله تګلاره له افغان ولس سره شریکه  او د افغانانو نظریاتو او تجربو  څخه په دي حساس وخت کې سمه ګټه پورته کړي.

طالبانو ته په کار ده چې تحرک او ابتکار وښيې، بلکي د ننۍ نړۍ پر پېچلي ډیپلوماسي هم ځان پوه کړي، د مذاکراتو پر پيچلتیاوو غور وکړي، خپل ولس او نړۍ ته خپل پېغام په سم ډول سره ورسوي، همدارنګه د مقابل لوري او نړۍ پېغام هم په سم ډول واخلي او پر خپل وخت لاس په کار شي.