په استرالیا کې حقوق پوهان او د کډوالو د حقونو مدافعین وایي د ماشومانو د جنسي تیریو د څیړلو شاهي کمیسون د دغه هیواد په سمندري توقیف خونو کې پر پناه غوښتونکو ماشومانو ترسره شوي جنسي تیري په سمه توګه نه دي څیړلي.

یاد شوي کمیسون تیره دوشنبه د استرالیا د کډوالو په سمندري توقیف خونو کې د پناه غوښتونکو ماشومانو د وضعیت د معاینه کولو او د جنسي تیریو د تورونو د څیړلو په خاطر څو ساعته پلټنې ترسره کړې.

خو د پناه غوښتونکو حقوق پوهان نیوکه کوي چې دغه کمیسون په توقیف خونو کې د هغو ماشومانو سره مخامخ هیڅ کومه کتنه نه ده کړې چې جنسي تیري پری شوي او یوازې د چارواکو په خبرو او ځوابونو یې بسنه کړې، چې دا په هیڅ ډول یوه سمه پلټنه نشي کیدای.

په استرالیا کې د ماشومانو یو مخکښ ارواه پوه او د کډوالو مدافع 'مایکل ډډلي' په توقیف خونو کې د ماشومانو حالت له شرمه ډک او خورا دردونکې بللې او له دغه کمیسون څخه یې د بې طرفه او هر اړخیزو پلټنو غوښتنه کړې.

اخوا بیا د یاد شوې کمیسون یوې ویاندې رسنیو ته ویلي چې د دوی څیړنې دوام لري او لا بشپړې شوې نه دي. د توقیف خونو د چارواکو څخه د دغه تورونو په اړه د اسنادو غوښتنه شوې او تر هر اړخیزو څیړنو وروسته به په دغه هکله اخیري پایلې اعلان شي.