فلم: طاقت / مجره

لوبه

امير غلام صادق نوښارى

سوچ وکړه خانيه! چې دا ورځ ده او که شپه ده
زما تاسره وعده ده، زۀ به تا خوشحالومه

بس کړه عبث خيالونه پرېږده
مه وينه دا خوبونه پرېږده

وګوره راغلې مې په سرو شونډو خوله ده
زما تاسره وعده ده، زۀ به تا خوشحالومه

تاته خندا کوم شيرينه
تاته ګډا کوم په مينه

دا زما رخسار دے که د سرو ګلو غنچه ده
زما تاسره وعده ده، زۀ به تا خوشحالومه

خانيه مه بې صبره کېږه
ستا يمه ستا يمه پوهېږه

څنګه به تا هېر کړم، زما مينه تاسره ده
زما تاسره وعده ده، زۀ به تا خوشحالومه

(د "سازونه اوازونه" کتاب څخه)