سفرنامه

شګو کښې رنګونه (څلورمه برخه)

دوه پښتانۀ پتنګان

 اسير منګل

ښاغلے الياس  ټلوال اؤ ښاغلے ممتاز اورکزے د دوبۍ دوه پښتانۀ صاحب کتاب شاعران دى چې د وړومبى "څيرلے زړۀ" اؤ "د ښادى مخ انګازې" اؤ د دويم "بنګړى بنګړى وعدې" چاپ دى. د ښاغلى اورکزى کتاب چې کله مارکېټ ته راغے نو ملګرو به زما نه تپوس کؤلو چې مونږ د دې په معنا نۀ پوهېږو. واقعى چې دغه نوم ګران ضرور دے خو بې مفهومه نۀ دے. دلته بنګړى بنګړى ټکے وعدو سره استعارتاً استعمال شوے دے. لکه څنګه چې د ښکليو بنګړى نازک وى زر ماتېږى دغسې ئې د وعدو حال هم وى چې څوک ورباندې هيڅ باور نشى کؤلے.

د دوبۍ دا دوه پتنګان چې کله زما د راتګ نه خبر شول نو شپه په شپه ئې ځانونه راورسؤل. مونږ تر ناوخته پورې ګپ شپ ولګؤلو. په اماراتو کښې د پښتو ادب د پرمختګ جائزه واخستے شوه. مونږ ته خو دې خوږ ګپ ډېر زيات خوند راکړے ؤ ولې مونږ چې په کومه دېره کښې ناست وو خلقو له خوبونه ورتلو. د شپې ډېر ناوخته ؤ او پردى مزدورانو ته سحر وختى پاڅېدل هم وو. زۀ چې کله د مسافرانو په حالت ورسېدم نو هغه وخت مې د محفل د ړنګولو اعلان وکړو.

ښاغلے ممتاز اورکزے که زما نه کشر دے نو ټلوال رانه مشر دے. خو زياتے دا دے چې هغه ماته نۀ منى اؤ وائى چې ما خپل عمر په پنځۀ دېرش کاله ودرؤلے دے. خو مونږ ورسره دا خبره کله منو. دا ځل ئې حال واقعى چې د کتو ؤ. په هره خبره کښې به ئې چشمې زر زر په سترګو سمؤلې. ما وې جوړ ډانډى ئې سست شوى دى خو حقيقت څۀ بل څۀ ؤ. مشاده ئې ټوله په خپله ګډه وډه وه. خبرو خبرو کښې چې يؤ وار بيا ورنه عينک بې قابو شول، دۀ ئې د راټينګؤلو هڅه وکړه خو هغه لاندې لړه شول نو زما د خُلې نه بې اختياره "نيکۀ ابا" وختل. اوس که دۀ ډېر هم خپل د عمر ګاډے د پنځو دېرشو نه نۀ زياتؤلو خو مونږ د سترګو په رپ کښې د شپېتو نه هم وراړؤلے ؤ.

ښاغلے ممتاز اورکزے د تېرو لسو کالو نه دلته مېشته دے. د پښتو ځوان زلمے شاعر دے. د دوبۍ د سخت ژوند نه ئې ډېر څۀ زده کړى دى. اؤ د دې هر څۀ عکاسى ئې په خپلې شاعرۍ کښې په زړۀ پورې طريقه کړې ده. ما ته ئې يؤ څو غزلونه واورؤل چې زما ورباندې د جديدې شاعرۍ تنده ماته شوه:

جانانه زۀ په ګزارې باندې ډېر ښۀ پوهېږم
ما په پردى وطن کښې ډېره مزدورى کړې ده

پاتې شو نيکۀ ابا. نو هغه خو زوړ ګناهګار دے. دلته ئې خپله ټوله ځوانى خاؤرې ايرې کړه خو په دې سوراړو کښې ئې د پښتو مشالونه بل کړل چې پښتانۀ به ورته د قدر په سترګه ګورى.