تذکره

خواجه محمد بنګښ

اسير منګل

خواجه محمد بنګښ د بنګښو دويم د پښتو شاعر دے. د دۀ د والد محترم او ځاى ځائيګى په حقله هيڅ معلومات نۀ دى ترلاسه شوى. ولې د شاعرۍ نه ئې دا پته لګى چې دے د يوولسمې صدۍ هجرى (١١٠٠هـ) د وروستى دور شاعر دے. کلام ئې د تصوف په رنګ کښې رنګ دے. د پېښور د اکبر پورې د شېخ عبدالرحيم مريد دے. شاعرى ئې په فنى لوازماتو آراسته ده. ژبه ئې خوږه پسته او روانه ده. ولې د بنګښو د مخصوصې لهجې څۀ نخښې نخښانې پکښې په نظر راځى. داسې ښکارى چې د موصوف ټول عمر د بنګښو نه بهر پېښور خواوشا کښې تېر شوے دے. کلام ئې مونږ ته دا حال هم وائى چې دۀ د اورنګزېب باچا زمانه ليدلې ده او لکه د نورو پښتنو دے هم د مغلى سرکار نه خوشحاله نۀ ؤ، ځکه خو ئې وئيلى دى:

 

د اورنګ په باچائۍ کښې مې نياؤ نۀ شى
زۀ خواجه محمد به اوځم و بل لور ته

د ادب د استاذانو دا خيال دے چې د خواجه محمد بنګښ زيات زور په تصوف ورکړے دے. د عرفان او د سلوک مرحلې ئې په ګوته کړې دى. په تصوف کښې د وحدت الوجود پلوى دے. مزاج ئې شاعرۍ ته ډېر زيات ورته ؤ. که چرې د شعر په ځنې نورو اړخونو ئې هم توجه ورکړې وے نو نن به ئې شمېر د پښتو په صف اول شاعرانو کښې کېدو.

دا خبره بالکل سهى ښکارى. د خواجه محمد بنګښ ديوان د مطالعې نه دا اندازه لګى چې هغه ډېر ښۀ شاعر دے. د ټکو جادوګر دے او په شعر کښې دا زور لرى چې بل متاثره کړى. ځنې شعرونه خو ئې دومره د اوچتې پائې دى چې سړے ئې فنى پختګۍ او نزاکت ته حېران شى او بې اختياره ئې د خلې نه واه واه اوځى، لکه چې وائى:

 

ګوتې تورې کړې په ما ئې کړې راپورې
زۀ حېران يم ستا د سپينو ګوتو تور ته

لنډه دا چې خواجه محمد بنګښ چې څۀ مونږ ته د شاعرۍ په شکل کښې پريښى دى ايا هغه يوازې د تصوف باريکۍ دى او که نه نور څۀ، ولې دې نه دا اندازه په ښه توګه کېږى چې هغه يو استاذ شاعر دے او د پښتو په کلاسيک ادب کښې ځان له يو منفرد حېثيت لرى. ديوان ئې پښتو اکېډمۍ پېښور پوهنتون چاپ کړے دے. راځئ چې اوس د بنګښو د دې ښکلى استاد شاعر يو دوه غزلونه ولولو چې دے د خپل فن پېژندګلو مونږ سره په کوم ډول کوى.

 

چې بادشاه ئې د جمله ؤ ښائسته ؤ

خبر واخله د عاجزو خوار خسته ؤ

زړونه مۀ ماتوه لال د بدخشان دى
بيا مشکل دى رغول د شکسته ؤ

زړۀ مې ستا په محبت سره تړلے
نظر اوکړه په دا خپلو دل بسته ؤ

د چمن ګلونه واړه پرې تازه شو
شمال راغے ستا د مخ د ګلدسته ؤ

چې ئې قد و قامت ستا په سترګو وليد
ملا شوه ټيټه د همه ؤ اراسته ؤ

زما سر به تر اووم اسمانه تېر شى
که مې کړے د خپل مجلس تر نشسته ؤ

سرومال به همګى ځنې قربان کړم
زۀ خواجه محمد مريد يم د ښائسته ؤ

+++

که دې ما غوندې غريب پرېوځى و اور ته
ستا سنګين خاطر به نۀ شى ښکته پورته

د عاشق له آهِ سرده نۀ ويرېږې
تۀ هرګوره ډېر غره ئې و خپل زور ته

يا وفا دې هيڅ زده کړې چرته نۀ ده
يا خو نۀ ګورې له کبره و سرتور ته

ستا په عشق کښې هسې چارې په ما وشوې
چې له شرمه کتے نۀ شم کلى کور ته

ګوتې تورې کړې په ما ئې کړې راپورې
زۀ حېران يم ستا د سپينو ګوتو تور ته

نور عالم مې همګى لېونے بولى
دواړه غوږ مې دى نيولى و پېغور ته

د اورنګ په بادشاهۍ کښې مې نياؤ نۀ شى
زۀ خواجه محمد به اوځم و بل لور ته
......................................................

د سويلى رنګونه کتاب څخه