غزل
اسير منګل
ږمنځ د ښکليو اوربلونه چېړى
د سحر باد تنکى ګلونه چېړى
ستا د لمبې لمبې ځوانۍ نه توبه
قيامت نه مخکښې قيامتونه چېړى
ستا د يادونو کونډه کړى لشې
چې نيمه شپه شى پولۍ زړونه چېړى
ګل چې مسکے شى کړى ئې پاڼې پاڼې
دا کوم ظالم دے چې رنګونه چېړى
هر مسيحا ملهم پرهر باندې ږدى
هر ستمګر تنکى زخمونه چېړى
لکه باران ئې کړو جانان په ژړا
منګل وريځې، طوفانونه چېړى
19.01.2011
- رحمت دیوان
اے ملګرو! دا فيروز اپريدے دے
الياس ټلوال
چې ولاړ تل د وطن په ننګ او نام دے په زخمونو د خپل قوم چې بې ارام دے په پښتو او پښتنو ئې چې تل پام دے چې د قوم د سوکالۍ لره هر ګام دے...
19.01.2011
- رحمت دیوان
تذکره
خواجه محمد بنګښ
اسير منګل
خواجه محمد بنګښ د بنګښو دويم د پښتو شاعر دے. د دۀ د والد محترم او ځاى ځائيګى په حقله هيڅ معلومات نۀ دى ترلاسه شوى. ولې د شاعرۍ نه ئې دا پته لګى چې دے د يوولسمې صدۍ هجرى (١١٠٠هـ) د وروستى دور شاعر دے. کلام ئې د تصوف په رنګ کښې رنګ دے. د پېښور د اکبر...