عبدالله د پېژندپاڼو په اړه، له خپل واک پورته غږیږي!
عبدالله عبدالله چې د دولت د یوې څانګې یانې حکومت او هلته هم د یوې برخې مسوولیت چې له اره مشورتي ځاګړتیا لري، په تېرو دریو کلونو کې يی د جهادي مافیايي کړیو په مرسته د خپل مسوولیت او واک پورته ادعاوې کړی چې وروستۍ هغه يي د بریښنايي پېژند پاڼو د ویش سره مخالفت او دښمني ده!
ازادۍ راډیو سره خبرو کې د اجراییه ریاست مرستیال ویاند امید میثم وايی«د دغه بهیر په اړه سیاسي ګوندونه، پارلمان، مدنې ټولنې او ټول خلک رضایت نه لري او باید دا بهیر وځنډول شي»
کوم کسان چې د بریښنايي پېژندپاڼو ویش سره مخالفت لري، د هغوی پته او پېژندګلو ملت ته څرګنده ده. دا کسان د اجراییه ریاست د ادعا برعکس، نه ټول خلک دي، نه ټول پارلمان دی او نه مدنې ټولنې او سیاسي ګوندونه. اجراییه ریاست او ویاند يی هر ځلې له ځانه د دوی په استازیتوب غږیږي. حتا په اسلامي جمعیت او نظارشورا کې هم یوازې څو تنه لنډه غر، هغه هم د ایران په لمسون د دې بهیر سره دوښمني لري!
کله چې پر مرکزي حکومت د دولت د نورو مخالفینو فشار زیاتیږي او یا دولت په ځینو برخو کې بریا او لاسته راوړنه ولري، په ورته وخت اجراییه ریاست هم د خپل مخالفت نغاره ډنګوي او غواړي غږ يی څونه چې کیږي رسنیز کړي.
دوی بریښنايي پېژند پاڼو سره خپل مخالفت یو ځل بیا په داسې وخت ښکاره کړ چې یوازې درې ورځې مخکې د نوي اېتلاف په نوم، څو جهادي مافیايی ډلو حکومت ته خپله لومړۍ غونډه په خبردارۍ، ګواښونو او راتلونکو شخړو پیل کړه.
له هیچا پټه نه ده، اجراییه ریاست د نوي اېتلاف په مټ په رامنځته شوې چاپيریال کې غواړي، د هېواد په بربادۍ کې له نوموړي تش په نوم اېتلاف څخه وروسته پاتې نه شي او هغو سره د مرکزي حکومت په وړاندې د خپل مخالفت غږ د پېژندپاڼو د ویش په ځنډېدو سره بدرګه کړي.
په وروستیو ورځو کې حکومت د خپلسرو ټوپکوالو او نورو مفسدینو په وړاندې غوڅ اقدامات پیل کړي چې د ټول ملت لخوا يي بېساري او پراخ ملاتړ وشو. په دې لړ کې له فاریاب څخه د رشید دوستم استازی نظام الدین قیصاری، له روزګان څخه رحیم الله، له فراه څخه داوود او له بدخشانه نادرشا د ملي دفاع وزارت لخوا نیول شوي او د څېړنو او ګرویګنو لپاره لويي څارنوالۍ ته استول شوي دي. افغانان له مرکزي حکومته غواړي دا لړۍ روانه وساتي او په نوم سره یو مفسد، لنډه غر او خپلسري ټوپکوال ارام او خوندي پرینږدي او د قانون منګولو ته يي وسپاري.
نن که د خلکو او ملت د ملاتړ خبره کیږي، ملاتړ داسې بهیر ته ویلای شو؛ نه هغه سبوتاژ او درواغو ته چې اجراییه ریاست يي د پېژند پاڼو په اړه ازادۍ راډیو او نورو رسنیو ته ورڅڅوي!
د دفاع وزارت په داسې هېوادپال اقدام نه یوازې اجراییه ریاست مثبت او تاییدي غبرګون ونه ښود، بلکې د پېژند پاڼو په اړه يي په خپل تازه مخالفت او درواغو وغوښتل، حکومت د مفسدینو په اړه له اقداماتو راوګرځوي.
بلخوا اجراییه ریاست دا مخالفت په داسې مهال کوي چې هغه سره په یوه ورځ، د هېواد دیني پوهان او د ممبرونو امامان د مفسدینو، غلو او لوټمارو په وړاندې جهاد اعلانوي. دلته هم اجراییه ریاست هڅه کوي چې د مفسدینو په وړاندې د دیني پوهانو غږ تر خپل اغیز لاندې راوړي او هغه په نطفه کې شنډ کړي.
څونه چې طالبانو سره د روغې جوړې خبرې رنګ راوړي، څونه چې د جګړه مارو، لنډه غرو، مفسدینو او مافیايی کړیو په وړاندې د حکومت اقدامات پراخیږي او څونه چې حکومت د ملي اقتصاد او پرځان د ویسا ټولنې برخه کې بریاوې ترلاسه کوي، هومره مافیايی کړۍ د ملي نفاق او شرارت د مرکز، اجراییه ریاست سره غوږونه نږدې کوی او په ملي ضد چارو کې سره شریکیږي!
اجراییه ریاست، مرکزي حکومت ته یوازې د مشورې لپاره رامنځته شوی او که کوم اجراییوي واک هم وربخښل شوی، د مرکزي حکومت د عمومي تګلار تابع دی. مرکزي حکومت، د اجراییه ریاست او نورو بنسټونو سلا او مشوره اوري، خو په پریکړو او د هغو په پلیتوب کې خپلواک دی او خپلواک عمل کوي.
د ۲۰۱۸ کال د جولای ۲۹ مه
سرلوڅ مرادزی