د بنګله دیش لمړۍ وزیرې شیخ حسینا د سه شنبې په ورځ په اندونیزیا کې د دغه هیواد له ولسمشر 'جوکو ویدو دو' څخه غوښتنه وکړه چې د روهنګیایي کډوالو په بیرته ستنولو کې له بنګله دیش سره مرسته وکړي.

نوموړې په دغه دوه اړخیزه ناسته کې داسې وویل، "د روهنګیایي کډوالو مسله زمونږ لپاره یوه لویه ستونزه ګرځیدلې چې باید په سمه توګه حل کړی شي. د اندونیزیا څخه غواړو چې په دی هکله له مونږ سره مرسته وکړي تر څو دغه ستونزه حل او راغلي کډوال بیرته خپل هیواد میانمار ته ولیږو."

د راپورونو له مخې په سلهاو زره روهنګیایي کډوال د میانمار څخه بنګله دیش ته تښتیدلي.

نژدې یو میلیون د روهنګیا مسلمانانو ته په میانمار کې له بنګله دېشه د راغیلو غیر قانوني کډوالو په سترګه کتل کېږي.

که څه هم روهنګیایان له څو نسلونو راهیسې هلته اوسي، خو میانمار چې ډیری اوسیدونکي یې بت پرستان دي دوی ته د تابعیت له ورکولو انکار کوي.

د دغې لږکۍ ډلې اړوند کسان په پراخه کچه په میانمار کې له تبعیضي چلند او ناسم سلوک سره مخامخ دي.

ملګرو ملتونو هم تیره میاشت په یوه راپور کې د میانمار امنیتي ځواکونه د روهینګیایي مسلمانانو د کورونو په ویجاړولو، د مېرمنو په ډله ییزو جنسي تېريو او د نرانو او ماشومانو په ډله ییزه وژنه تورن کړي وو.