تېره ورځ ډېري اوازې وې چې سبا قیامت دی،موږ یقین لرو چې هغه څه چې نبی علیه السلام ورته اشاره کړې چې د قیامت نه وړاندې به کیږي،ونه شي نو بې غمه یو چې قیامت ته وخت شته لا.....بس په دې خوشالۍ کې مو یو غزل ولیکه.
.........
غزل
دا چې په هر کور کې ژړا ده ،په هر چا قیامت دی
قیامت نور څنګه وي سړیه ! خو همدا قیامت دی
غاړه دې بنده که به ټینګه غېږه نه راکوې
هسې هم ډېري اوازې دي چې سبا قیامت دی
په چا دې سیوری دی د زلفو ،څوک دې لمر ته ولاړ
د تا دیدن کول خو هم یاره صقا قیامت دی
شي هره ورځ لکه شپېته زره کلونه اوږده
له تانه پرته بس په ما باندې اشنا قیامت دی
(سړی چې مړ شي له دنیا سره یې بند شي تعلق
سړی چې څنګه له دنیا نه شو فناه ،قیامت دی)*
هغه د (چا) د بېلتانه ورځې دې هېرې شوې بیا !
ګوهره یار ! په تا تېر شوی ډېر پخوا قیامت دی
ــــــــــــــــــــــ
شپږم بیت د دې حدیث شریف مفهوم دی .(من مات فقد قام قیامة).