امید،یادونه،اندېښنې،غمونه،مینه،ځواني
د چا په هجر زړومه،نازنینه ځواني
زیاتي خو شپې پوره کول دي،تېرول دي د ژوند
نه تلوسه،نه انتظار،نه تازګي نه ځواني
ستا د وجود په حرارت ،ستا د څهرې په افتاب
څه به کوم که مې اوبه نه شوه واورینه ځواني
کاشکي یو ځای وای د قسمت په لویه بډه شپه کې
کهکشان اوښکې زما ګلې ! ستا سپوږمینه ځواني
زه وس کومه چې مې هېر شې خو هېریږې چې نه
تر شیدو سپینه څهره ستا،تر ګل حسینه ځواني
ګوهره ! فکر په تحریک باندې مجبور شي همېش
یو زه شاعر،بل هغه شوخه غزلینه ځواني
ارواښاد سعید ګوهر