لکه تصویر د دېواله وي لکه مړی سړی

د تا په مینه کې له کاره دی وتلی سړی

وړي ستا په سر باندې نازونه د بې نیازه خلکو

هغه خود داره سړی هغه نازولی سړی

لږه دمه ورکړه د زلفو د ماښام  په غېږ کې

لکه لمر ټوله ورځ په تاپسي ګرځېدلی سړی

چې په خپل ظلم کې تر حد د فرعونیت ورسي

په دې وطن کې بیا ګڼلی شي پیاوړی سړی

د هر مظلوم له سترګو ویني ځي د اوښکو په ځای

په دې حالاتو کې به څرنګه شي غلی سړی

ستا له جفا نه پس جانانه یم ګوهر ته حیران

څنګه ژوندی دی لاتراوسه دا زوی مړی سړی

 

انعام الله ګوهر،پکتیکا