غزل
حسن بــــــه لري خو وفـــــــــــــــــــا نه لري
ښکلو کې دا کار دی چې دا نــــــــه لري
مـــــــــه یرېږه ټینګه غېږه راکړه ،یــــــار
مینه نـــــــــــــــاروا او روا نـــــــــــــــه لري
دا د هـــــجر شپې څومره اوږدې شولې
ژونـــــــــــد مې جوړ د وصل سبا نه لري
هـــــــر څو که دې بــــــــد راسره کړي دي
خیر دی کــــــنه راشه ،پروا نـــــــــــه لري
دا ګوهر کـــــــــه ټوله دنیــــــــــــــــا ولري
هیڅ نه دی جــــــــــــــــانانه چې تا نه لري
16.10.2011
- انعام الله ګوهر
غزل
کاشکې تللی وای له ځــــــــانه چېرته لريله دې خلکو له جهــــــــــــانه چېرتــــــه لري
زمــــــــــــا زړه کور د غمو او اندیښنو دیلاړ شه بل ځــــــ...
25.10.2011
- انعام الله ګوهر
دپیغلتوب پیټیپښتنې پیغلې ستا وفاته سلامیار درنه غرب ته په سفر تللی دیبیلتون دهر چا له پښو زمکه لوټيخو ستا په زړه کې يې خنجرتللی دیپه نم دسترګو دې پوهیږم ګلېنم دمچکو دې رخسار ته غواړيسره اننګي دې ولونه ولونه نه شولمالیار دخپل حسن ګلزارته غواړيته هم سینه کې یو زړګوټی لرېچې په شرابودی قدرت مینځلیدرنه بې...