څو مره سختی وي خدايه دهجران هغه لحظي
هيرې به مي نشي هيڅکله دخفګان هغه لحظي
دا زړه مي راته لکه د ماشو م شي په ژړا
چه کله شي را يا د ي د جانا ن هغه لحظي
دوصال هغه شپي ورځي ليد ه لکه دخوب وه
څومره زر شوي تيري د ارما ن هغه لحظي
چه د تورې شرنګ به يي دنيا راخوزوله
يو ځل بيا راولي خدايه په افغان هغه لحظي
دلته دی شپي ورځي نوري ګراني شوي بهاره
داسي ښکارې چه بيا راغلي د خزان هغه لحظي
شعرونه