جانان د عشق په دا م کې ګیر کړم ،بیـــــا یې پرېښولم
بند یې د زلفو په زنځیر کړم ،بیـــــــــــــــــا یې پرېښولم
هغه سړی مې څنګه یــــــــــــــــار شو ،څه بې وخته لاړو
زه یې ښه پوهه په تقدیر کړم ،بیــــــــــــــــا یې پرېښولم
مخ یې له ورایــــــه راښکاره کړ،خوله یې رانه کړه بیا
ظــــــــــــــــــالم د خپل حسن فقیر کړم ،بیا یې پرېښولم
مـــــــــا به د شمعې غوندي درسته شپه په ویښه خوړه
جــــــــــــانان عادت زه په شوګیر کړم ،بیا یې پرېښولم
د بې وفـــــــــــــــــــــا لالي قیصه به درتــــــــــه څه اوکړمه
ګوهره بس زه یې شـــــــــــــــــــاعر کړم ،بیا یې پرېښولم