په زړه مې اوري ستـــــــــــــــــــــــــا د میني هغه تېر  وختونه
له ډيره وخته پس مې هم لا نــــــــــــــه دې هېر وختـــــــــــونه

تــــــــــــــــــــــــــا به هېر نه کړي دا کمبخت زړه مې زه پیژنمه
که ووځي هر څو یـــــــــــــــــــــــاره ،ډېر کلونه ، ډېر وختونه

زمــــــــــــــــــــا په واړه لالهـــــــــــــانده او په ستړي ژوند کې
د خوشـــــــــــــالۍ او د خندا دې ،څو پــــــــه شمیر وختونه

اوس مې په دغه خوار حــــــــــــــــالت پوري خــــندا مه کوه
رقیبه مـــــــــــــــــا هم ډير تیر کړي ستــــــــــا په څير وختونه

ګوهر دي مړ شي یــــا دې ړوند شي په دې غبرګو سترګو
چې تېروي به په خندا ستــــــــــــــــــــــــــــــــا نه بغېر وختونه