چې محبــــــــت کـــــــــې لیونی شي ســــــــړی
په دغه وخت کې بیــــــــــــــــا سړی شي سړی

د مین هر څه وې د بل پــــــــــــــــــــــه لاس کې
د معشوقې د لاس بنــــــــــــــــګړی شي سړی

ځـــــــــــــــــــان سره سل رنګه سوچونه وکړي
خو د یــــــــــار مخکې بیا ګونګی شي سړی

مــــــــــــــــــاته د میني زور ډير ښه معلوم دی
لـــــــــمبه لمــــــــــــبه شي ،سپېلنی شي سړی

کله د یو پردي سړي لپـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاره
له خــــــــــــــــــــپلو لري شي ،پردی شي سړی

خدای د یـــار غیږ کې څه حکمت ایښی دی
کــــــــــــه وي سپین ږیری را زلمی شي سړی

چې دعشق ټولو مرحلو نــــــــــــــــــــه تېر شي
هــــــــــــــــــــــــله ګوهر شي او غمی شي سړی