يـــــــــــار چې مې کله په غاښو کې شونډې سرې ونیسي
لـــــــــــــــــــکه مړوند کې چې د سرو ګلو غونچې ونیسي
منم چې مینه مو جــــــــــــــــــــــانانه پـــــه ساعت کې وشوه
خو هیرول به دي بیـــــا ډيري زمـــــــــــــــــــــــــــانې ونیسي
دار ,ته به هم زه په رضـــــــــــــــا او په خــــــــــــــندا لاړ شمه
خو ،که څوک راشي مـــــــــــــــــا پـه جرم د (هغې )ونیسي
شیخ هم په ښکلوبـــــــــــــــــــــاندې لاس اړوي،مینه کوي
خو چې څوک ورشي دی پــــه لاس کي زر تسبې ونیسي
زمـــــــــــــا جانان چې چیرته اوسي دا وصیت مې واورئ
زه چې مړ کیږم زمــــــــــــــــــــــا سترګې دي دورې ونیسي
که دغه حـــــــــــــــــــال وه په دې ځای کي نو به وګورې ته
څو کــــــــــاله پس بــــــــــــــه دا وطن ،ټول هدیرې ونیسي
علاج یې مــــــــــــــــــــــاته دی مالوم ګوهر به هله روغ شي
چې یــــــــار غیږ ورکړي او خپل زړه ته یې نزدې ونیسي