زمـــــا د مــــــلــــګــری پـــــه یــــاد
لیکوال: سمیع الله خالد
کــاش د هغې ورځې هیڅ نه وای اثر
چـی پـــــکی راغــی مـا ته دا بد خبر
د یو بل دوست د مرګ خبر می واورید
ورځ می شوه توره په ځان نشوم خبر
سترګی می ډکي شوي له وینو خو هغه
لاړهء خــنـدا کی په نـــاچـــاره ســفر
نــور به هغه مهربــان نــه وی افسـوس
هــغه چـی خــبـري وي هـم دُر او شکر
ډیـري خــبـري یـی پـه زړه وي بیا هم
خــوښــی یی ښــودلــه په هر یو رهګذر
مــوږ یی قــدر ونـه کړ په ډیر افسوس
لاړهء شــو خــاوري خاوري او بی ثمر
خــالـده مـه کـوهء واویــلا ته بــس کــړه
دعــا کــړه خــدای ته، ودریږه یی په در

سمیع الله خالد سهاک
مونــتــری، کالیفورنیا
۰۳/ ۰۳/ ۲۰۱۷