سیاسي احزاب یا ګوندونه د هر ولسواک نظام د ملا تیر جوړوي، خوآیا افغانستان کې چې ولسواکي په کې تازه خاپوړې پیل کړي، همدا حال دی او که نه؟ 

               د بن په کنفرانس کې افغانستان ته نوی نظام وړاندیز شو، په دې نظام کې د سیاسي ګوندونو په جوړېدو او پراختیا ټینګار وشو، څو تنظیمي ډلې ټپلې  چې د کابل په ورانۍ کې فعالې وې او هرې یوې یې تر بلې ډېر رول ادا کړی و، د سیاسي ګوندونو په بڼې فعالیت پیل کړ. دې تنظیمي ډلو لکه چې له نومونو یې پیدا ده، د خپلو برنامو لپاره کار کاوه او لا یې کوي. جمعیت ځانته کړنلاره لري، حزب اسلامي یې ځانته، وحدت ځانته او نورې ډلې یې ځانته. دغلته ملي ګټې چې د هر سیاسي ګوند سره کرښه جوړوي، نه دي مطرح. هره ډله د یوه هېواد او استخباراتو په چوپړ کې ده. ملي ګتې دومره مهمې نه دي لکه د پنجاب او تهران برنامې. دغلته د دې ډلو لخوا په ډېرې سپین سترګۍ سره د سیمې هېوادونو او استخباراتو ګټې مطرح کیږي. د الکترونیکي تذکرو له مسالې یې را واخله تر ټولو ملي مسایلو پورې په تړاو مسایلو کې دوي د ملي ګټو پر ځای د سیمې هېوادونو او استخباراتو ګټې پالي.  

               په داسې حال کې چې د هرې ورځې په تېرېدو سره هېواد برخلیک ټاکوونکو ټاکنو( د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو) ټاکنو ته ور نږدې کېدونکی دی څو سټو یوه ناسته کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې د اوسني بهیر د لغوه کېدو غوښتنه مطرح کړه او پر ځای یې داسې یوه طرحه وړاندې کړه چې اوسنيو شرایطو کې اصلن ممکنه ده، دوي ته دیکتې شوې چې همداسې یوه حالت کې دا ډول دریځ ونیسي. خو که خبره د دې طرحې وه، ولې لومړیو کې نه مطرح کېده، اوس چې میلیونونه ډالر مصرف شول، میلیونونو کسانو خپلې تذکرې په سټېکرو سینګار کړې، داسې یوه حالت کې چې اوبه نور له وړخه تېرې دي، یوم (بېل) را اخیستل څه مانا لري. 

               دوي د دې پر ځای چې د ټاکنو د روڼتیا او سلامتیا لپاره خپله څارنه زیاته کړي، داسې طرحې یې چې سلیم عقل خو پرېږده حتی  لیوني ته هم د خندا وړ خبره ده، ولې مطرح کول غواړي، په دې سره دوي څه  غواړي، که د دوي موخه ټاکنې وې، خو دا یې وخت نه و او نه دی، او که نورې اجڼداوې تطبیقول غواړي نو بیا دې لږ وشرمیږي. د دوي د عمر ستره برخه په جنګ جګړو کې تېره شوه او اوس چې تر یوه چتر لاندې را ټول شوي او داسې طرحې وړاندیز کوي، د دې پر ځای دې لږ د هېواد او ملت ګټو ته فکر وکړي. 

                د ولسمشر د کاري دورې د پای شیبې زړه را ښکوونکې دي، ولسمشر تازه پوه شوی چې دا ګوندونه  د ترمیم وړ نه دي، د ولسمشر وروستۍ  خبرې د ډېرې دقت وړ دي. ولسمشر وایی، دغه  سیاسي ډلې او ټپلې د ولس رښیتنی استازیتوب نه شي کولی دا خبره یې بالکل منطقي او پر ځای ده. ولسمشر ته په کار ده چې عدلیې وزارت په یوې داسې طرحې جوړولو مکلف کړي چې له مخې یې د یوه سیاسي ګوند څرګند تعریف وشي، هغه ګوند ګوند نه دی چې رهبر یې تل یو کس وي او چې مري زوی یې پر ځای کیني او د ملت د غوښتنو او موخو پر ځای د خپل واک ساتلو هڅه کوي. د سیاسي ګوند یې له پوځي تشکیلاتو او وسلو سره څه. د سیاسي ګوند موخه او  مرام څرګند وي، سیاسي ګوند دې د خپل تمویل سرچینې واضح کړي، دا دې ووایی چې په کور دننه چا سره اړیکه لري، بهرنۍ اړیکې یې څه ډول دي، پیسې له کومو لارو تر لاسه کوي او داسې نور مسایل. 

په هر حال خلک له ولسمشرغواړي چې د تش په نوم سیاسي ډلو او ټپلو غږ وانوري، د ولس غږ واوري چې رڼې او هر اړخیزې ټاکنې دي، دغه  ډلې په لوی لاس نه غواړي چې ټاکنې وشي، په ټاکنو کې لوی زیان کوي، دوي په مفتو لارو راغلي، خو اوس د غني دوره ده، هر څه فلتر شوي او لا کیږي، د درغلیو مخه ځکه نیول کیږي چې ولسمشر د همدې درغلیو له کبله له ځان سره د مخالف او بایللي ټیم غړي واک کې شریک کړل. ولسمشر چې کوم کارونه کړي او کوم کارونه کوي، د ولس د خوښې دي، ولس دې، دې تالي څټو ته نه ګوري ځکه دوي ولس کې یو پاو ارزښت هم نه لري، اوس په هر ځای او هر مجلس کې د دوي په هکله څه دي چې نه ویل کیږي، خلک اوس نه غولیږي، ځکه پیړۍ همداسې راغلې ده، د فیس بوک، یوټیوپ، ټویټر او نوروټولنیزو شبکو له لارې خلک  په چټکۍ د ځان، هېواد، ولس، ولسمشر، او نورو چارواکو په هکله قضاوتونه کوي، خلک نور هغه حالت کې نه دي چې دسیاسي دلالانو اوتې بوتې واوري. 

                 پښتو کې یو متل دی چې وایی، هیڅ پیشو د الله رضا لپاره موږک نه نیسي، موږک نیولو کې خپلې ګټې لټوي. دا اوسني ګوندونه هم همداسې دي، اوسنی حکومت او راتلونکي حکومتونه لکه پنځه وخته فرض لمونځ مسوولیت لري، چې د پیاوړو او پراخ بنسټو ګوندونو په جوړېدو پانګونه وکړي، که یې شمېر له دوو ډېر شو، پوه شه چې قصابان ډېر دي او غوا مرداره. خلک اوس ځواب ویونکي مشران غواړي، ولسمشر دې ځواب ویونکي کسان حکومت کې وګماري، او راتلونکې  ته دې داسې برنامه جوړه شي چې د ولس په ګټه وي، هغه دې ورک شي چې د خپلو ګټو پروا ور سره وي او ولس یې نور بلا پسې.  

                                                                   پای