نن بىا دې چې په شونډوبهانې راوړي دي
له مىو نه دې تشې پىمانې راوړي دي
پروا مكړه اشنا ستا د وصال هرې ګړۍ ته
په موټې كې د زړه مې زمانې راوړي دي
حضور ته دې جانانه بې سينګاره نه راځم
هر تار كې د ګرېوان مې دردانې راوړې دي
اوس خود به باره ؤ د خړ سېلاب په او ږ و كډې
ناوې ته مو ملګرو آشيانې راوړې دي
په وينو ټوكېدلې مې دي زړي ددردونو
په شعر كې مې چې كومې ترانې راوړې دي
نور مه څاره دحسن تماشې ته دچا سترګې
(حسن)درته د مىنې خزانې راوړې دي
ډاكتر حسن
17.12.2010
- انعام الله ګوهر
غزل
تا په ټول ژوند راته د یـــــــــــــــــــــــار په سترګه ونه کتلما درته بیا هم د اغیـــــــــــــــــــــــــــــار په سترګه ونه کتل
له کومه وخته چې مې ست...
19.12.2010
- انعام الله ګوهر
غزل عندليب دير تالاشياره چې د زلفو دام کې ګير نه يېته لا په ميئنو کې د شمير نه يېدومره رانه هير شه چې راياد دې کړمدومره راته ياد دي چې مې هير نه يېسره يې خو اميل د غاړې جوړ نه شوېځکه چې د سرو لمبو نه تير نه يېچرته يې د يار د نظر غشيهوتی مې د زړه نه تيروبير نه يېټکي د پښتون...