غزل

 

بس چې په تــــــــــا مي باور نه شو پاتي
نور په هیچا مي بــــــــــــاور نه شو پاتي

مــــــــــــا ازمایلي دي په سخته کي ټول
په هیڅ اشنــــــــــــا مي باور نه شو پاتي

مینه،اخـــــلاص په کې څوک نه پېژني
په دې دنیا مي بـــــــــــــــاور نه شو پاتي

ستـــــــــــا په خندا کې هم دهوکه پټه ده
ستــــــــــــــــا په ژړا مي باور نه شو پاتي

ټــــــولي قیصې دي چي دروغ کړې دي
ستا په رشتیا مي بــــــــاور نه شو پاتي

تـــــــــــا چي د ژوند لاري جداکړې له ما
مرمه،په ســــــــــــا مي باور نه شو پاتي