د هوښــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــیارانو له کتاره سړی وباسي
میــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــنه دي ورکه شي له کاره سړی وباسي

ژوند ورته ګران شي د مجنون غوندې د خـــــــــلکو منځ کې
صـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــحرا ته مخه کړي له ښاره سړی وباسي

خوب یې د بل،ژړا د بل،خـــــــــــــــــــــــــندا د بل په لاس کې
له خـــــــــــــــــــــــــــــــــــــپله واکه،خپل اختیاره سړی وباسي

پرته له تا په دغه ښار کي زما څوک وه ګـــــــــــــــــــــــــــــــرانه
اوس ورڅي،شپې د چـــــــــــــــــــــــــــــــــــا له پاره سړی وباسي

چې د فرهـــــــــــــــــــــــــاد غوندې په مینه کي صادق شي کله
بـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــیا په شیشه په غره کي لاره سړی وباسي

پــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه دغه وخت کې به وي دا غنیمت ګوهره
بس چي څو ورځي په قــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــراره سړی وباسي