غزل
نن دې په سرو شونډو پرونۍ خبرې چیرته دي
وایه ستا دمینې لیونۍ خبرې چیرته دي
وختل تر زړه مې دبیلتون دخاموشۍ ازغي
ستا دپسرلي حسن غوټۍ خبرې چیرته دي
څنګه به يې مار دپیغلتوب په نڅا راولم
نور مې په غزل کې دمستۍ خبرې چیرته دي
زما به چې د شین زړه په ورشو کې په ټوپونو وې
هغه ستا بې باکې غرڅنۍ خبرې چیرته دي
پو به يې لمبې چې په رګونو د(حسن) کې کړې
ستا دپیغلتوب هغه سپرغۍخبرې چیرته دي
ډاکتر حسن-لندن
11.11.2010
- انعام الله ګوهر
ســـتاصداسرورلري بــــاوردي شــــي ؟کــــله چي ندادي ځماپه لـــوري شــــيښکـــــلې ! تقدس دي په لـــېمو کي دیمه کوه کــــاته کيسې به نــوري شــــيســــتادښکلي مخ کــــــــتاب چي ولولمټولي خاطرې راته انځــــوري شــــيزه چــــي مي دزړه درد درته وايـــمههــاغه وخت قاصردژبي توري شــــيپـــــــام کوه ساقي اخله په وروقـــــدمهسي نه پيالې دعـشق نسکوري شــــيبری خروټی_زابل١٣٨٨/٨/...
25.11.2010
- انعام الله ګوهر
غزل
ډېري ژړا مي سترګي سرې دي ،راشــــــهشپې مي کـــلونو نه اوږدې دي،راشــــــــه
ټوله شپــــــــه ویښ یمه د ستورو غوندېد بېلتانه ترخې لمحې دي،راشـــــــــــــــــــه...