غنم رنګه جینئ
كلــه چي مخي ته مي راشي كومه دنګه جينۍ
مـــــــــــــــــاته راياده شي ده كلي غنم رنكه جينۍ
هغه شیبه دي مـــــــازدیګر مي تل په زړه وریږي
چي بــــــــه روانه شوه ګودر ته ړنګه بنګه جينۍ
مـــــــــــا یی ده حسن تماشه کړه بی اختیاره شوم
پــــــــــــاس په بلئ باندي ولاړه وه ګلرنګه جينۍ
شي ورپــــــــــــه زړه د مسافر لالي خواږه یادونه
دیوال تـه کیني په سلګو شي لکه ګونګه جينۍ
نوري ددې انځور ته ګوري خپل سينګار جوړوي
له خپل ښايست نه نـــــــــــــــــاخبره وه ملنګه جينۍ
چي پـــــــــــــــــه يورپ كي نن د حسن ملكه يادیږي
زمونږ پـــــــــــــــه كلي كي ترټولو وه بدرنګه جينۍ
حسن پرست خروټي وایي داسي هم شي کـدای؟
چي هم شراب وي,هم مستئ وي ,او هم ـګه جينئ
سیدشاه خروټی-لندن
16.10.2010
- انعام الله ګوهر
غزلد احساس او د الهام چې یارانه شيخالي زړه وی د شعرونو خزانه شيچې رنګونه پرې راغونډ شي پيمانه شينو رنګونه ترې راتوی شي ترانه شيد دانې په مينځ کې پټ دي خروارونهله خرواره چې رابېله شي دانه شيحقيقت په حقيقت کې حقيقت ويچې فريب ورسره ګډ شي افسانه شيپه اورونو د دنيا يې پروا نه شيچې لمبو سره بلد شې پروانه شيد خبرو يو اعزاز دې زما نه شيپ...
19.10.2010
- انعام الله ګوهر
د یو چــــــــــــــــــــا په انتظار ،تر ډېره وختهیم تر اوسه نــــــــــــــــــــــاقرار،تر ډېره وخته
په اوږدو او پــــــــه ترخو شپو دهجران کيپــــــــــــــــــــاتي شوی یم بیدار تر ډېره وخته
هسي یو ځل تـــــــــــــــــــــا په شا وه،راکتليمــــــــــــــــــــــــا دي وڅارله لار،تر ډېره وخته
اې واعظه لږ ددې وضـــــــــــــــــــا...