بیـــــــــــــــــــــــا مي په زړه اوري نن یادونه د خپل کور
کيږي مي تر سترګو دیوالونــــــــــــــــــــــــه د خپل کور
هر ځای چي واړه ماشومان ووینم پـــــــــــــــــــــــــه لوبو
ذهن تــــــــــــــــــــــــــــــــه مي راشي زر ګلونه دخپل کور
څوک چي مي د کلي له خوا راشي ورتـــــــــه خوښ یم
ورشم ترې نه وپوښتم حــــــــــــــــــــــــــالونه د خپل کور
اوښکو نــــــــــــــــــــــــــــه مي ډکي شوې لېمې لکه یتیم
ومي لیدل بیـــــــــــــــــــــــــــــــا نن تصویرونه دخپل کور
مه ویښوۍ دا مســـــــــــــــــــــــــــــــافر ځوان دي وي ویده
ویني به شــــــــــــــــــــــــــــــاید چېرته خوبونه د خپل کور
ډوب شې په سوچو کي بیا له ځان سره موسکی شې
بیـــــــــــــــــــا دي رانژدې شول جوړ وختونه د خپل کور
کله چي راستون شم لـــــــــــــــه روزګار ستړی ستومان
ډېر وکړم ګوهره ارمـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــانونه د خپل کور
{{څلوریزه}}
{{شاعري}}
په شاعري کي ثواب او عذاب بل څه تــــــــــــــــــــــه وایې
دلته حساب بل څه ته وایي،کتاب بل څه تــــــــــــه وایي
اخ ملا جــــــــــــــــــــــــــــانه ! ددې تنګ نظر بلا دي واخلم
ته هم رښتیا وایې خو دلته شراب بل څه تــــــــــــــه وايي