نېټه: 19.09.2010 19:17
غزل
ظالم مې خپل كړي لكه توره مې تر څنګ پـاتې شي
ماكاندي مخته او پخپله روغ له جنګ پــــــــاتې شي
هله خوشحاله شي اوپړق له خندا شين شي راتـــــــــه
چې يې په تور بدن زما دوينې رنګ پــــــــــــــاتې شي
اشنـــــــــــاتر څوچې داتراخه لوګي ورك شوي نه وي
زمونږپه غرو كې به هوسۍ اونه لونګ پـــــاتې شي
څوك مو دزړه هنداره مـــــــــاته كړي اولاړشي بېرته
هله پرې پوى شوچې ترغوږه مويوترنګ پـــاتې شي
نظيره دلته دځوانۍ جوړې څه قدرنـــــــــــــــــــــــه شته
نظيره څنګه به ځوانۍ دګل په منګ پــــــــــــــاتې شي
08.09.2010
- انعام الله ګوهر
دزندګۍ پیریــــــــــــان کیناستي په مــــــــا
که د ځوانۍ پیریان کیناستي پـــــــه مــــــــا
په خولــــــــــــه چي داسي ګډي وډي وایم
ستا د خولګۍ پیریان کیناستي پــــه مــــــــا...
20.09.2010
- انعام الله ګوهر
د لري پښتونخواه د تکړه او خوږ ژبي شاعر ښاغلي فضل حکیم عندلیب دوهمه شعري ټولګه (ځونډی) له چاپ څخه راووته.په دې اثر کي د تقریبا د دوه سوو غزلو تر څنګ څلوریزې،نظمونه او هایکوګاني هم دي.
د کتاب نوم : ځونډیشاعر : فضل حکیم عندلیبد یادوني وړ ده چي دا کتاب هوښیار پښتون،خدای بخښلي کاکاجي صنوبر مومندته ډالۍ شوی دی....