غزل
انجينيرهمت الله امين زی
كه درد غواړې اوسيږه له درمانه بېخي لرې
دمينې پتنګان وي له خپل ځانه بېخي لرې
وبل ته له غروره بې ايمانه خطاب مكړه
خداى مكړه چېرې نشې له ايمانه بېخي لرې
پلمې كوه،هيلې كړه نوې،نوې بهانې كړه
كه غواړې چې شې پاتې له كمپاينه بېخي لرې
كه وصل دجانان غواړى بياكوراوكلى پريږده
دكلي كوڅه ډب وي له جانانه بېخي لرې
له ډيرې خودخواهۍ نه دانسان سجده كړه هېره
كه غواړې چې اوسېږې له شيطانه بېخي لرې
له هرخطانه پاك خوملايك به داسمان وي
انسان خوچېرې نه وي له عصيانه بېخي لرې
انسان دی،معاشره ده وړاندې وروسته پكې کېږي
دنياكې مه اوسېږه له جهانه بېخي لرې
يادونه :
داغلې حمېدې پکتيانۍ ديوې غزلې په اکتفااوپه ځوابيه ډول چې هغه شعرپه لاندې ډول ؤ.
له درده بېخي لې له درمانه بېخي لرې
آرمان چې اوسېدلى له جهانه بېخي لرې
غالبه ده پرې څومره بدرنګي غفوره خدايه
داځينې خلك اوسي له ايمانه بېخي لرې
توبه ده داته څه وايي چې زه وايمه داسې
ژوندون مې ښه تېرېږي بې له تانه بېخي لرې
عجيبه ده په يوه كلي كې څنګ په څنګ اوسېږو
بياهم جانان له مازه له جانانه بېخي لرې
ته مه وايه چې زه دخودخواهۍ يمه ښکارشوی
ته څه خبرچې زه يم له خپل ځانه بېخي لرې
يوداسې ځای به چېرې وي چې ډېره ګناه وکړم
ګوښه له پرښتواوله الله نه بېخي لرې
يوه ورځ پکتيانۍ په سيدکرم کې داسې وايي
تېرېږي ژوندله ښکلي پښتونخوانه بېخي لرې