په دي څو لسیزو جنګ جګړو کې افغان ولسي وګړو سترې قربانیاني ورکړي ، که ووايو چې هرې کورنۍ يو ، دوه او یا هم له دي زیات غړي له لاسه ورکړي ، نو بیا به مو هم کوم افراط نه وي کړي ، ځکه چې تاسو وګوري چې ترهګرو ډلو په تېره بیا طالبانو په هر ځاي کې څومره چاودني ، ځانمرګي بریدونه ، ډلیز بریدونه او غلچي کې بریدونه وکړل او د ګڼو خلکو ژوند يي واخست .
همدا قربانیان دي د دي لامل شوي چې د پلازمیني کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې ځای خلکو د پرلت خیمي وردولي او په افغانستان کې د ترهګرو په لیکو کې د جنګیدونکو خلکو يي وغوښتل چې نور په ولس رحم وکړي او د سولې خبرو ته کینئ خو هیچا يي غږ وانه وریده ، ځينې تور سرو هم د پرلت کوونکو ملتیا کوله چې هغوي ترهګرو او په ځانګړي توګه طالبانو ته د سرونه سرتور کړل جولۍ يي ورته ونیولی ، خو بیا هم طالبانو د دغه خلکو دغه عزرونه ونه منل او په جګړو کې تکیه وکړه ، د دي وراخوا ځينو خو د بیلابیلو ځايونو څخه پیاده مزلونه وکړل ښپې تڼاکي کړي او لا هم د ترهګرو او طالبانو سوله غواړي .
دي سربیره دیني عالمانو هم په يوه خوله جګړه ناروا یاده کړه او له طالبانو غږ وکړ چې سوله وکړي ، د روژې مبارکې میاشتي د ۲۷ نیټي څخه چې کله ولسمشر محمد اشرف غني د طالب وسله والو سره د اوربند اعلان وکړ او وروسته طالبانو هم د اختر د دریو ورځو په لړ کې د اوربند او ترڅنګ د اختر په ورځو کې د دوي سره د حکومتي بندیانو د خوشي کیدو اعلان وکړ نو سولې ته د رسیدو هیلې د ولسونو په زړونو کې راوټوکیدلې .
وروسته ولسمشر محمد اشرف غني يو شمیر طالبان له بنده هم خوشي کړل چې کواګي طالبان به دا چاره نیک پال ونیسي او د سولې خبرو ته به يي لیوالتیا زیاته شي .
کله چې اختر راغئ او د طالبانو له خوا اوربند پیل شو ، نو ګڼ طالب جنګیالي پلازمينې او ولایتونو ته داخل شول ،چې د خلکو او افغان حکومت له لوري دي ښه دروند استقبال وشو ، دا استقبال هم سولې ته د رسیدو په خاطر ولس او حکومت وکړ ، ولسي وګړي ډير خوښ ول ، طالبانو سره په غونډو کې يي برخې واخستي ، حتا ګلونه يي طالبانو ته په غاړو کې ورواچول ، اوپه ځينو سیمو کې خو ولسي خلکو په اتڼونو او ګډاګانو سره طالبان استقبال کړل ، دا خوښي د ولس د سولې لپاره وه او داسي ګمان يي کاوه چې ګنې طالبان به د همدغه فرصت څخه ګټه پورته کړي او سوله به وکړي او د ولسونو زړونه به وګړي ، خو د خلکو دغه خوښي که څه هم کمه وه خو ډیره زیاته وه ، طالبانو د ولسونو دغه خوښي اوږدي نه کړي بلکې ډير ژر يي د اوربند په دریمه ورځ د اوربند د نیټي له پوره کیدو مخکې ورختمي کړي او بیا يي په جګړو پیل وکړ.
که څه هم ولسونو په دغه ورځو کې د هر ځايه په طالبانو غږ وکړ چې سوله وکړي او دوي ته خوښي وروبښي خو په خواشيني سره چې د ولس دغه د خوښيو حالت د طالب مشرانو خوښ نه شو ، او په جګړو يي تکیه وکړه ، د خلکو هیلې يي چې د سولې په اړه يي لرلي په سیند لاهو کړي ، تر ټول ډير خو يي بیا د خلکو زړونه په بې ځايه څرګندونو باندې نور هم مات کړل ، طالب مشرانو نه يواځي دا چې دغه اوربند په دایمي سولې بدل نه کړ او نه يي هم وغځاوه خو ترڅنګ يي خپلو هغه جنګیالو ته ډيري سپکې خبري وکړي کوم چې ښارونو ته راغلي ول او د افغان حکومتي چارواکو او ولسونو سره يي لیدلي ول ، دا خو لا څه کوي طالب مشرانو دا هم ورزیاته کړه چې خپلو دغه جنګیالو ته به سزا هم ورکړي ، ولي دا ولس د دوي نه وو؟ ولي د ولس سره لیدل ښارونو ته راتلل او خپلو مسلمانانو ورونو سره روغبړ او ناسته پاسته کې ګناه ده ؟
خو له دي معلومیږی چې طالب وسله وال د بهرنیانو پرضد نه بلکې په افغانستان کې د افغان بچیو ، که هغه عامې دي او که مولا که هغه غیري دولتي او که دولتي د هغوي پرضد جنګیږي ، که نه نو دا څه مانا لري چې دوي خپلو جنګیالیو ته به سزا ورکړي ، د دوي جنګیالیو خو څه د بهرنیانو سره ناسته پاسته نه وکړي او نه يي هم د هغوي سره لیدلي ول .
دا چې په ټوله کې ولسونه ، دیني عالمان ، ځوانان ، سپینګیري او تور سرې سوله غواړي او تل په طالبانو د سولې غږ کوي نو بیا ولي طالبان دا غږ نه اوري که دوي خپلواکه وي او اختیار يي د بل په لاس کې نه وي نو بیا جنګ په څه مانا؟
نوزما غږ د طالب جنګیالیو په لیکو کې هغه جنګیالیو باندي دا دي کوم چې اصیل افغانان دي راځئ د ولسونو او په تېره بیا د تور سرو غږ واوري او سوله وکړي ، په سوله کې خیر دي ځکه چې الله ج په قران پاک او رسول الله ص په حدیثو کې موږ او تاسي مسلمانانو ته په ټينګار سره ویلي چې سوله وکړي په سوله کې خیر دي .