د استرالیا د سرحدي ځواک افسرانو یو تن هغه هندي وګړی چې د تېرې جمعې په ورځ د دغه هیواد د پېرت هوايي ډګر ته رارسیدلې وه، وروسته تر دې له استرالیا وشړه، کله چې د هغه په ګرځنده ټیلیفون کې د ماشومان څخه د ناوړه ګټه اخیستنې ویډیوګانې وموندل شوې.

یاد شخص د استرالیا د سرحدي ځواک افسرانو لخوا هغه مهال تلاشي کړې شو، کله چې هغه له سینګاپور څخه استرالیا ته له یوې موقتي ویزې سره راورسیده.

د استرالیا د سرحدي ځواک په وینا، په دغه امنیتي پلټنه کې له دغه هندي وګړي سره درې ګرځنده ټیلیفونونه وموندل شول، چې په یو کې یې د ماشومانو سره د ناسم چلند او له هغوی څخه د ناوړه ګټه اخیستنې ويډیوګانو شتون درلود.

د استرالیا د سرحدي ځواک سیمه ایز قومندان مارک ویلسن په دې اړه خبریالانو ته وویل، چې وروسته تر امنیتي پلټنې یې د دغه شخص ویزه سمدلاسه فسخه کړه او هغه یې د جون په ۲۵مه ڼيټه له استرالیا څخه بیرته وویستو.

نوموړي همدارنګه وویل، له استرالیا څخه د دغه کس شړل په دې برخه کې د سرحدي ځواک د یو قاطع تعهد څرګندونه کوي، چې د ماشومانو په وړاندې د دغه ډول ناوړه کړنو ترسره کوونکي به هیڅکله هم استرالیا ته داخل پرې نږدي.