غزل

 

تاته چې ګورم عجب حال راته جوړيږي

مخامخ د يار مثال راته جوړيږي

 

زه چې لاس د هغې لاس ته اوږدومه

څنګه ژر ژرې ديوال راته جوړيږي

 

زه څه نه يم خو چې يار باندې يې ليكم

له نيمګړي شي كمال راته جوړيږي

 

چې هر ټكى پر كاغذ باندې ايږدمه

لكه سم د زنې خال راته جوړيږي

 

ماته مه وايه چې پورته شه اوربله

د خيالونو انحلال راته جوړيږي

 

جاويد اوربل