اوس چې مو د حاله خبر نه اخلې پوهيږمه
ستا هغه كارونه يو چې سرته رسيدلي يو
استاد محمدصديق پسرلى
پس له مرګه به زارۍ درته كومه
راژوندى مې كړه چې بيا درپسې مړ شم
محمد عليم بسمل
اوس يې دومره يم له زړه نه پريوتلی
اوس چې خاورې شم قدم را باندې نږدي
محمد يوسف کړاو منګل
ستـا دې وي قسم په وحــــدانيت د خدای
بل چـا ته ښـکاره نه کړې زما تصــــوير
روما محمدي
خداى دې ما سعيد له ټولو خلكو هير كړي
خو كه هير شمه له تا نه بيا دې مړ شم
نورمحمد سعيد
دا چې هره ورځ وركيږي دلته زړونه
هسې نه چې ټول په تا باندې تاوان شي
درويش درانى
زندګي به څومره لږه وه چې وې به
اوس چې نه يې څومره ډيره د ه والله
نورګل شفق
زما له قبره به باڼه ټوكېږي
ملالو سترګو ته مې ډېركتلي
ومان نيازى
يا به نقاد وي يا كمزورى شاعر
چې غزل واوري او وا وا نه كوي
رحمت الله درد
د ژوند له ماتو دومره ستړی یمه
چې نه لورېږي مې په ماته ماته
صديق الله بدر
زه که جانان تر ما را ګرځي نو ولاړ دې یم
زه که جانان پر ما قدم ږدي، نو هوار دې شم
مجيدالله قرار
زما د ورك زړګي دعوه ګرانه پر تا شوې ده
لاسونه پورته كړه جانانه تلاشي دې كوم
ځوانيمرګ سميع الله ايوبي
د ګور چينجي هم تر ما ښه شول ځوانيمرګه ياره
هغوى د شونډې وخوړلې خو ما ښکل نه کړلې
عبدالستار سعادت
چې انسانيت کوم له چا سره هغه مې وژني
له انسانيت نه مې په دغه وجه کرکه کيږي
سيد جيلاني جلان
ته چې روانه شي هر څه درسره هم روان شي
نور خو لا پريږده زما زړه درسره هم روان شي
همايون هيواد
دلـتـه دومـــره اوبه نشته چې څـوک وکـري ګلـونه
دلته غرونه غرونه واورې ، دلته واورې غرونه غرونه
اروښاد صاحب شاه صابر
ورشئ سوداګروته لږ وګورئ چې څه کوي
موږ شاعرانو له جانان نه څه جوړ کړي دي
سيدشاه سعود