تېز باران خړه ځمه تور رنګې کړې وه، په لاره کې دوو چادري کړو میرمنو موټر ته لاس ورکړ، ملا موټروان موټر ورته ودراوه او مېرمنې موټر ته راپورته شوې.

لږ وړاندې موټروان ور سره خبرې پیل کړې لومړی د حجاب، ستر، اسلام، جهاد او… خبرې ورپسې ورو ورو ټوکې شوې، مېرمنې چوپ وې خو د مولانا صاحب ببره خوله یو طرفه ښورېده، ورپسې یې مخ ور وګرځاوه نیمه ږېره یې را ووته او نیمه نوره یې لا په ګرېوانه کې بنده وه وې سخت ښه عطر مو وهلي سړی لیونی کوي…. ښځې بیا هم چوپ وې.

زه حیران وم چې دا څه اورم هغه د حجاب، ستر او جهاد تبلیغ او اوس دغسې خوله؟ شیبه وروسته یې ما ته مخ را واړاوه، لږ په کراره یې کړل ”دا نويې نوزیې چادري ګانې خو هم د سړي زړه شین مین اړوي، ګوره یې د کوپر اولاد چکوشي بوټ هم په پښو کړي.... الله ته مو له دغسې کسانو مه حسابوې، چکوشي د شریعت خلاف دي ټک ټک یې خیژي او سړی له سده وباسي…‟ سړی د موټر د ماشین په څېر چالان او ښځې لا چوپ وې، شېبه وروسته مېرمنو خپلو کې کرار کرار څه وویل، او ایله د یوې غږ تر خوله ووت: ”همدلته کوزیږو!!‟ کرایه یې ورکړه خو چې کوزېدې ملا موټر وان په خندا ورته کړل، له موږ سره نه پاتې کیږئ؟؟ په دې یې هم سوبړه ونه شوه وې ټلفون نمبر مو راکړئ که کله مو موټر پکار وو؟؟ مېرمنې پټه خوله له موټره ښکته شوې.

مېرمنې نیمه لاره کې باران ته د بل موټر په تمه ودرېدې او مولینا صاحب وفرمایل:

ريښتیا یې ویلي دي چې ښځې منبع الفساد دي.